بریتانیا هم اوکراین ته توغندوي ورکوي
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا دفاع وزیر وویل لندن څو ګوڼه توغندوي سیسټم چې اتیا کلومیټره واټن لري د روسیې په مقابل کښې د اوکراین د دفاع لپاره کي یف ته ورکوي.
د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین باندې د روسیې له پوځي حملې راهسې د ناټو غړیو هیوادونو او د دوې متحدانو په دغه جنګ کښې له نیغ په نیغه ګډون کولو ډډه کړي ده خو اوکراین ته یې ډیرې وسلې ، تجهیزات او دغه راز د داعش او د نورو ترهګرو ډلو ډیر غړي استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول یوازې د جنګ د اوږدیدا سبب کیږي او خبرداری یې ورکړی دی ماسکو په بالقوه ډول په دغو وسلو باندې حملې کولای شي.
د بریتانیا خارجه وزارت هم وویل د دغه توغندوي سیسټم ورسپارل له امریکا سره په نږدې غږملتیا سره چې نیت لري د هیمارس توغندوي سیسټم اوکراین ته ورکړي ترسره کیږي.