نایجیریا کښې په کلیسا باندې حمله، لسګونه تنه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116878-نایجیریا_کښې_په_کلیسا_باندې_حمله_لسګونه_تنه_ووژل_شول
دغه کلیسا د نایجیریا د پلازمینې لاګوس ښار نه ۳۴۵ کیلومیټره ختیځ لوري ته پرته ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 03:07 Asia/Kabul
  • نایجیریا کښې په کلیسا باندې حمله، لسګونه تنه ووژل شول

دغه کلیسا د نایجیریا د پلازمینې لاګوس ښار نه ۳۴۵ کیلومیټره ختیځ لوري ته پرته ده

د نایجیریا په سویل لویدیځې کښې په یوې کاتولیک کلیسا کښې د دعا په مراسمو کښې موجودو خلکو باندې د وسله والو کسانو په پروني وسله وال برید کښې له پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې تراوسه د نایجیریا په اونډو صوبه کښې په سن فرانسس کلیسا باندې د وسله والو کسانو د حملې په هکله ډیر لږ معلومات خپاره شوي دي.

دغه کلیسا د نایجیریا د پلازمینې لاګوس ښار نه ۳۴۵ کیلومیټره ختیځ لوري ته پرته ده.

د حملې پړه لا چا نه ده منلې.

د نایجیریا ولسمشر محمد بوهاري دغه برید په کلکه غندلی دی.