د اوکراین ولسمشر د ټرور خطر شته
Jun 06, 2022 09:25 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي په داسې حال کښې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي مخکې ادعا کړي وه چې روسیه زما د وژلو هڅه کوي خو اوس ویل کیږي د لویدیځو هیوادونو یا حتی د اوکراین د پوځ لخوا د هغه د وژلو خطر زیات دی.
د اوکراین د پارلمان پخواني استازي ایلیا کیوا په یوه پیغام کښې وویل ولسمشر زلنسکي پرون د اوکراین د پوځ لخوا د ده د ټرور کیدا له ویرې د خپل شخصي امنیت د پیاوړي کولو حکم ورکړ.
هغې وویل لویدیځ هیوادونه دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې د پخواني شوروي اتحاد په خاوره کښې د وسله وال جنګ ختمول د دوې په ګټه دی او د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وژل به د دا ډول بدلون لپاره چټکه وسیله وي.»
ټیګونه