د امریکا زیات خلک د ولسمشر کړچار نه تائیدوي
د روسیې د« ار ټي» ټيلي ويژن خبري سایټ راپور ورکړ نوي نظر سنجې وايي چې د امریکا اکثره خلک د اقتصاد په زمینه کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن کړچار نه تائیدوي.
د ای بي سي ټیلي ويژن او د ایپسوس موسسې د نظرسنجیو د نتیجو پراساس د امریکا څه د پاسه اویا فیصده خلک د اقتصاد په زمینه کښې د ولسمشر جوبایډن په کړچار رضایت نلري.
په دغه نظر سنجې کښې ۶۱ فیصده ګډون کونکو هم وویل چې د جنایت او د جرمونو د کنټرولولو په زمینه کښې هم د ولسمشر جوبایډن مدیریت نه تائیدوي.
څو میاشتې کیږي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن محبوبیت په کمیدا دی او خپلې تر ټولو ټيټې سویې ته رسیدلی دی.
په داسې حال کښې چې د جوبایډن حکومت له ډیرو مسائیلو سره لاس او ګریوان دی داسې ښکاري چې اقتصادي بې ثباتۍ او د خلکو د خرید د قدرت کمیدا د خپل هیواد په حالاتو باندې د امریکا د خلکو په منفي نظر کې مهم رول لرلی دی.