ناټو د اروپا د برخلیک په ټاکلو کښې پاتی راغلی دی
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ناټو تړون نور د اروپايي هیوادونو برخلیک نشي ټاکلی.
هغه پرون د اروپايي هیوادونو د برخلیک په ټاکلو کښې د ناټو تړون ناتوانۍ ته په اشارې سره د روسیې د لوړرتبه چارواکو پرضد د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په بایکاټونو نیوکه وکړه او هغه یې د یوه ماشوم د لوبو شیانو ته ورته وبلله.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شمول د ماسکو دچارواکو پرضد د بایکاټونو حکم لاسلیک کړی.
په اوکراین باندې د روسیې له حملې وروسته امریکا او د هغه متحدانو د روسیې پرضد دباونه او بایکاټونه زیات کړي دي او ماسکو هم په ځواب کښې د لویدیځو هیوادونو د چارواکو پرضد بایکاټونه لګولي دي.
په اروپايي هیوادونو کښې د روسیې ضد د سیاستونو دوام د اروپا داخلي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.
څرنګه چې د هنګري هیواد لومړي وزیر ویکټور اوریان له روسیې څخه د ګازو په واردولو بندیز په راتلونکي کښې د اروپا د اقتصاد د نابودۍ عامل بللی دی.
هغه وویل له روسیې څخه د ګازو په واردولو بندیز د اروپا اقتصاد تباه کولای شي.