د امریکا ولسمشر د روسیې ولسمشر د انفلاسیون مسوول وباله
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون په یوې خبر پاڼه کښې په خپل هیواد کښې د شیانو د بیو ډیر زیاتیدا ته په اشارې سره ادعا وکړه
له انفلاسیون سره مقابله یې د خپل حکومت لومړیتوب ګرځولی دی خو د شیانو د بیو زیاتیدل د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د اقداماتو نتیجه ده او په مي میاشت کښې په امریکا کښې د شیانو بیې بیخي زیاتې شوي دي.
د امریکا د کار وزارت ویلي دي چې په تیر مي میاشت کښې انفلاسیون اته اعشاریه شپږ فیصدو ته ورسید او د شیانو د بیو ډیر زیاتیدل په تیرو څلویښتو کلونو کښې خپل تر ټولو زیات حد ته رسیدلي دي.
دغه انفلاسیون د امریکا په کورنیو د لګښتونو دباو زیات کړی دی او د دغه هیواد حالات یې نور پسې خراب کړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې په هیواد کښې د تیلو بیې او د خوراکي شیانو بیې بیخي زیاتې شوي دي د هیواد په ډیرو برخو کښې د تیلو د هر ګیلن بیه دوو ډالرو ته ورزیاته شوي ده.