د بندیزونو د ختمیدا لپاره اوس هم فرصت شته
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې رامینځته شوی ځنډ د لویدیځو هیوادونو لخوا یوه غلطه فیصله وبلله او په عین حال کښې یې وویل اوس هم د دغو خبرو اترو د له سره پیلیدا لپاره فرصتونه شته.
هغه له تیرو دریو میاشتو راهسې تراوسه پورې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو د ځنډولو لپاره د لویدیځو هیوادونو په غلطې فیصلې او د ایران پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د پریکړه لیک په صادریدا باندې نیوکې سره وویل د دغه پریکړه لیک له صادریدا سره سره اوس هم کولای شو چې د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا خبرې اترې نتیجې ته وروسو.
اولیانوف وویل د مارچ د میاشتې په لسمه نیټه د ایران پرضد د بایکاټونو د ختمولو لپاره د ویانا په خبرو کښې د موافقې متن بشپړه شوی و او د بندیزونو د ختمولو په بحث کښې څه د پاسه نهه نوي فیصده توافق ترلاسه شوی و خو کوچني مسائیل پاتې وو او هغه په دوو ورځو کښې په موافقې سره ختمیدلی شو.