بې نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117150-بې_نقابه_امریکا
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا د بې نقابه امریکا په نامه د دغه هیواد د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو، خبرونو او حالاتو دڅیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2022 05:30 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا د بې نقابه امریکا په نامه د دغه هیواد د تیرې یوې اونۍ د مهمو پيښو، خبرونو او حالاتو دڅیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو

د امریکې د تیرې اونۍ له مهمو پیښو څخه باید په دغه هیواد کښې د وسلو د ګرځولو د کنټرول د قوانینو د سختولو لپاره د ولسمشر جو بایډن غوښتنې،

له ګرانۍ سره د مقابلې په لړ کښې له بایډن څخه د امریکې د خلکو نارضایتۍ،

د تایوان په مسئله کښې د چین په وړاندې د امریکې شاتګ

او

د امریکې لوې وچې د هیوادونو په سرمشریزه کښې د بایډن سترو ادعاؤ ته اشاره کولې شو..........

*/*/*/*/

په دې وروستیو اویو کښې په امریکا کښې د ډزو د پیښو زیاتیدو او د ماشومانو په شمول په کښې د دغه هیواد د ګڼو خلکو په وژل کیدو سره د امریکې ولسمشر جوبایډن د امریکایانو له خوا د ګرمو وسلو د ګرځولو په آزادۍ باندې د کنټرولي او څارونکو قوانینو د سختیدو غوښتونکی شو. بایډن وویل چې د امریکې د اساسي قانون دویم متمم چې د وسلو د ساتلو لپاره د ښاریزو د حق ضمانت ورکوي، مطلق نه دی او ضروري ده چې له خلکو سره په موجودو وسلو باندې لازیات کنټرول ولګي. هغه څرګنده کړه چې په امریکا کښې د ډزو د پيشو زیاتوالی د دغه هیواد د مشرانو له خوا د (معقولو اقداماتو) د غوره کیدو تقاضا کوي.

د امریکې د قوانینو له مخې دم ګړۍ د دغه هیواد خلک نیمه آټومیټک جنګي وسلې او زیات نه زیات تر دیرشو ګولیو پورې جاجرې یا میګزین اخیزتی شي.

بایډن وویل: مونږ باید په جنګي وسلو او د ډیرو کارتوسو په لرونکو جاجرو باندې بندیز ولګوو او که  بندیز پرې نه شو لګولی نو باید چې د اخیستو لپاره یې د عمر محدودیت له ۱۸ نه ۲۱ کالو ته زیات کړو. بایډن هم داشان د وسلو د اخیستونکو په هکله د مخینې د لاسختې څیړنې او هم داشان په محکمو کښې د وسلو د تولیدونکو د خوندیتوب د ختمولو او د وسلو په ساتلو پورې د اړوندو قوانینو د بدلیدو وړاندیز وکړ.

څه موده مخکښې په نیویارک ایالت کښې د یو سپین غوره ګڼونکي کس د ډزو له امله لږترلږه لس تنه ووژل شول. ورپسې د ټکساس ایالت په یو ښار کښې د یو پرایمري سکول په زده کونکو باندې د یو اتلس کلن ځوان له خوا د شویو ډزو له امله ۱۹ زده کونکي او ۲ ښوونکي ووژل شول. د امریکې په ښوونځیو کښې د ډزو کارپوه شریل لرو جانسن وايي: هره ستره پیښه په ښوونځیو کښې د خوندیتوب د زیاتولو لپاره د غوښتنو سبب کیږي ترڅو والدین ډاډه شي چې هسې نه ماشومان یې د داشان پیښو قرباني شي.

*/*/*/*

 د واشنګټن پوسټ ویب سایټ رپورټ ښودنه کوي چې د امریکې په ښوونځیو کښې د ډزو د کونکو د عمر اندازه کمه شوې ده. په هغوي کښې زیاتره له ۱۸ کالو نه کم عمر لري او اوسط عمر یې یوازې ۱۶ کاله ده. زیاتره کسان احساس کوي چې دې ستونزې د امریکې په ټولنه کښې ژوره جرړه کړې ده. په امریکې کښې تقریباً ۴۰۰ میلیون میله وسله موجوده ده چې د دغه هیواد له نفوسو ډیره زیاته ده او د امریکې کابو نیمايي غټان وايي چې په خپلو کورونو کښې وسلې لري. ماشومان په خپلو کورونو کښې دغه وسلې ویني او زیاتره په کښې په دې نه پوهیږي چې دغه وسلې څومره خطرناکې دي.

د ځوانانو په لاس د دغو وژونکو پيښو له ویرې سره سره د امریکې د وسلې صنعت لاهم پانګه والو ته د ځوانانو له پروګرامونو د ملاتړ لپاره میلیونونه ډالر ورکوي. د حیرانتیا خبره نه ده چې پرله پسې د خلکو په وژل کیدو سره ډیر خلک دغه شان نظر نه لري. د دغو ژورو تقسیم بندیو په مینځ کښې ځیني کارپوهان ژورو جوړښتي ستونزو ته اشاره کوي چې د هر ډول معناداره بدلون د راتلو مخه نیسي. د وسلو ملاتړي چې په وروستیو غمیزو هم نه دي خواشیني شوي، ټینګار لري چې غلطي د وسلې نه ده.

جو بایډن په یو ټویټ کښې ولیکل: په تیرو دوو لسیزو کښې په ښوونځیو کښې د هغو ماشومانو شمیر چې د وسلو له امله وژل شوي دي، د فعالو پولیسو او پوځي افسرانو له شمیره زیات دی. په دې اړه فکر وکړئ، څومره لازیات قتل عام منلو ته غاړه ږدئ؟ مخکښې له دې چې ووایئ، بس دی، څومره نور بیګناه خلک باید ووژل شي؟

/*/*/*/

څه باندې اویا فیصله امریکایان د ګرانۍ او د پټرولو د بیې د مخ په زیاتیدونکي بهیر سره په مقابله کښې د دغه هیواد د ولسمشر جوبایډن له کړچاره ناراضي دي.

د امریکې په لسو ایالتونو کښې په اول ځل د پټرولو د هر ګیلن قیمت له ۵ ډالرو واوښته. د ای، بي، سي نیوز چینل او د ایپسوس مؤسسې د نظرپوښتنې پایلې چې د تیرې اونۍ په یکشنبې خپرې شوې، د دې بیانونکې دي چې ۷۱ فیصده امریکایان د ګرانۍ د کنټرولولو لپاره د بایډن له هلوځلو ناراضي دي او ۷۲ فیصده هم د پټرولو د بیې په لړ کښې د هغه د اقداماتو په هکله، ورته نظر لري. دا په داسې حال کښې دي چې د هیواد ۲۸ فیصده خلکو د ګرانۍ له کړکیچ سره په مقابله کښې د بایډن له کړچاره رضایت اعلان کړی دی.

په دغې نظرپوښتنې کښې ۵۱ فیصده برخه والو وویل چې ګراني او اقتصاد به د ۲۰۲۲ کال په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د هغوي په رایو باندې ډیره مهمه اغیزه ولري.

په یادې نظرپوښتنې کښې ګډونوالو ګراني او اقتصاد له خپل نظره ترټولو مهم موضوعات وبلل او بیا یې د یوکرین د کړکیچ، د کرونا د وبا او د جنین د سقط په شان مسائلو د اهمیت وړ بللي دي.

د بایډن محبوبیت له څو میاشتو راهیسې مخ په کمیدو دی او د مۍ میاشتې په وروستیو کښې ډیر کم حد ته رسیدلی دی.  په داسې حال کښې چې د بایډن حکومت له ډیرو مسائلو سره لاس او ګریوان دی، داسې ښکاري چې اقتصادی بې ثباتي او د خرید د قدرت کمیدل د خپل هیواد د حالاتو په هکله د امریکایانو په منفي نظریې کښې ستر رول ولوبوي. د این، بي، سي نیوز د نظر پوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د مۍ میاشتې له نیمايي څخه ۱۶ فیصده امریکایان باوري وو چې هیواد یې په سمه لاره روان دی او ۷۵ فیصدو دغه تګلاره ناسمه وبلله.

*/*/*/*/

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مجبور شو چې د چین له غبرګون وروسته د تایوان په وړاندې د واشنګټڼ سیاست بدل کړي او په ډاګه ووايي چې د دغې جزیرې له خپلواکۍ ملاتړ نه کوي.

د امریکې خارجه وزارت تیره میاشت د تایوان په هکله د خپل ویبسایټ توضیحات بدل کړي وو چې په کښې د تایوان له خپلواکۍ د نه ملاتړ اړوند عبارتونه او په دې هکله د بیجنګ د دریځ تصدیق نه و چې تایوان د چین یوه برخه ده.

د دریځ دغه ناڅاپه بدلیدو د بیجنګ قهر راوپاروه. له غبرګونونو وروسته واشنګټن وویل چې د دا بدلون یې د تایوان په وواندې د سیاست د بدلون نښه نه ده. اوس د (مونږ د تایوان له خپلواکۍ ملاتړ نه کوو) عبارت د تایوان په وړاندې د امریکې د سیاست په توضیحاتو کښې دوباره لیدل کیږي.

د امریکې د خارجه وزارت ویاند وویل چې دا معلومات د چین په هکله د امریکې د خارجه وزیر انتوني بلینکن د وروستي وینا د انعکاس لپاره اپ ډیټ شوي دي. بلینکن ویلي وو چې متحده ایالات د تایوان له خپلواکۍ ملاتړ نه کوي.

د امریکې ولسمشر جو بایډن هم ختیځې آسیا ته د خپل وروستي سفر په دوران کښې د چین په وړندې له تایوان څخه د ملاتړ لپاره د خپل هیواد له خوا له پوځي ځواکونو کار اخیستل رد نه کړل خو په رسنیو کښې یې له پراخ انعکاس او له پریمانه غبرګونونو په تیره بیا د بیجنګ له تند غبرګون وروسته مجبور شو چې خپله خبره بیرته واخلي. بایډن چې خبرې یې د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خوا سمدستي اصلاح شوې، وویل چې د تایوان په هکله د امریکې په سیاست کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی، خو هغه څه چې بدل شوي دي، د نړۍ له هیوادونو سره د تایوان د اړیکو د غوڅولو او په نړیوالو سازمانونو کښې یې د ګډون د مخنیوي لپاره د هلوځلو په شان د بیجنګ زیاتیدونکي دباؤنه دي.

*/*/*/*

د امریکې ولسمشر جوبایډن تیره چارشنبه په لاس اینجلس کښې د امریکې د لوې وچې د مشرانو په نهمې غونډې کښې په خپلې وینا کښې، د لاتیني امریکې د ځینو هیوادونو له خوا بندیز ته په ضمني اشارې سره وویل چې ډیموکراسي د لویدیځې نړۍ د راتلونکي یوه ضروري برخه ده.

خو د نړۍ د هیوادونو به تیره بیا د امریکې لوې وچې لپاره د ډیموکراسۍ د ضرورت په هکله د بایډن ادعا د امریکې له سیاسي بهیرونو او بدلونونو سره بیخي په ټکر کښې ده. امریکې ځان په داسې حال کښې په نړۍ کښې د ولسواکۍ د اصلي ملاتړې په جامه کښې مطرح کړی چې له سره معلومه نه ده چې کومې نړیوالې مرجع دغه صلاحیت او دنده واشنګټن ته سپارلې ده؟

حقیقت دا دی چې ډیموکراسي په خپلې حقیقي معنا له مودو راهیسې د امریکې په ټولنې او سیاست کښې هیڅ ځاې نه لري. د دې کار څرګند مثال په دغه هیواد کښې د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته په سیاسي او ټولنیزو شخړو کښې په تیره بیا د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه نیټه د امریکې په کانګرس پاندې د تیر ولسمشر جوبایډن د پلویانو حمله وه. ټرمپ په امریکا کښې ډیموکراسي په کراتو دروغ بللې وه. هغه د امریکې د انتخاباتي نظام په فاسد بللو او په ټاکنو کښې د پراخې درغلۍ په خبرې سره د یو بې مخیني سیاسي کړکیچ د رامینځته کیدو لامل شو او په امریکا کښې یې ډیموکراسي تر پوښتنې لاندې راوستله. د جنورۍ د شپږمې نیټې پیښه سبب شوه چې په سیاسي ډګر کښې د امریکې نړیوال رواوالی او نفوذ تر پوښتنې لاندې راشي.

د امریکې د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس وايي: په امریکا کښې د ډیموکراسۍ کمزوری حالت د دغه هیواد لپاره یو امنیتي ګواښ دی.

*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی