نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي
تسنیم خبري اژانس وايي د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د لوړې کمشنرۍ مرستیال په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان له خلکو غافل نشي او له دغه هیواد سره مرستو ته ژمن ووسي.
د کډوالو په چارو کښې د ملګروملتونو د لوړې کمشنرۍ مرستیال کلی کلمنټس چې د افغانستان د خلکو او په داخلي کډوالو باندې د غور لپاره کابل ته تللی دی پرون په یوه ټویټ کښې وویل نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو غافله نشي او ټول باید د بشري حقوقو د پرمخ وړلو او د افغانستان کرامت ته ژمن پاتې شي.
هغه په دې خبرې باندې د ټینګار په ترڅ کښې چې د افغانستان خلک اوس هم بشر دوستانه مرستو ته اړتیالري وویل مونږ مسئولیت لرو چې د افغانستان له میلیونونو خلکو سره مرستې وکړو.
ویل کیږي چې حاضردمه د افغانستان څه د پاسه نوي(۹۰) فیصده خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي او نیمايي خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.