په نړۍ کښې د پناه غواړو شمیر بیخي زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117518-په_نړۍ_کښې_د_پناه_غواړو_شمیر_بیخي_زیات_شوی
ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې سره چې په دنیا کښې د پناه غواړو شمیر تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلی دی وویل په ټوله نړۍ کښې د کډوالو شمیر سلو میلیونو ته ورزیات شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2022 00:41 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د پناه غواړو شمیر بیخي زیات شوی

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په دې خبرې سره چې په دنیا کښې د پناه غواړو شمیر تر ټولو لوړې سویې ته رسیدلی دی وویل په ټوله نړۍ کښې د کډوالو شمیر سلو میلیونو ته ورزیات شوی.

هغه پرون د پناه غواړو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل د اوکراین جنګ له دوهم نړیوال جنګ وروسته په اروپا کښې د خلکو د کډوال کیدا تر ټولو ستر او  تر ټولو چټک بهیر رامینځته کړی دی.

د اوکراین جنګ چې څلور میاشت یې تیریږي په اوڅاره توګه د پناه غواړو نړیوال کړکیچ او د قحطۍ خطر زیات کړی دی او د شیانو په تیره بیا د غلو دانو د بیو د زیاتیدا سبب شوی دی.

امریکا، بریتانیا، فرانسه ، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او نور ډیر اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې د اوکراین جنګ اوږد شي چې د روسیې اقتصاد ته تاوان ورسیږي او دغه هیوادونه خپلو هدفونو ته ورسیږي.

دغو هیوادونو اوکراین ته له ټولې دنیا څخه ټروریسټان هم استولي دي چې د روسیې پرضد وجنګیږي.