چاووش اوغلو:
د ایران خلاف بندیزونه ناعادلانه دي
Jun 28, 2022 02:58 Asia/Kabul
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې په ایران باندې لګول شوي بندیزونه ناعادلانه دي
مولود چاووش اوغلو هم د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ګډه خبري ناسته کښې په دې خبرې سره چې انقره د تهران خلاف له بندیزونو ملاتړ نه کوی، هیله وښودله چې د ایټمي موافقې مذاکرات نتیجې ته ورسیږي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مولود چاووش اوغلو د هرکلي او میلمستیا مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترکیې امنیت، خپل امنیت ګڼي.
ټیګونه