د هندوستان د یوې کورنۍ ټول غړي ډاکټران دي
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوه داسې کورنۍ شته چې هر غړی یې ډاکټر دی.
د هندوستان په دغه کورنۍ کښې د ډاکټر د جوړیدا دغه دود له تیرو سلو کلونو راهسې روان دی او همدا اوس په دغه کورنۍ کښې ټول ټال یوسل پنځوس ډاکټران شته.
د هندوستان رسنیو وویل دغه دود د کورنۍ د یوه مشر« لاله جیونمل» کیښودلی دی.
د هندوستان دغه ښاریز لاله جیونمل دغه دود د مهاتما له هغه نظریې څخه په اغیز من کیدا سره کیښودلی دی چې ویل یې د دغه هیواد راتلونکی په تعلیم یعني زده کړې او د صحت او د روغتیا په اسانتیاو باندې انحصار لري.
هغه وخت لاله جیونمل د خپلو څلورو زمنو د ډاکټرانو د جوړولو فیصله کړي وه.
راپورونه وايي چې د هندوستان د دغه کورنۍ د نوي نسل د غړیو د ډاکټر د جوړیدا لپاره راضي کول ډیر سخت کار دی ځکه چې ډاکټر جوړیدل ډیر محنت او قربانۍ ته ضرورت لري.
د هندوستان د دغه کورنۍ یوه غړي د مدیریت یعني د منیجمنټ(Management)د زده کړې په پریښودلو سره د ډاکټر د جوړیدا حرفې ته مخه کړه او هغه اوس یو بریالی جراج او سرجن دی.
د هندوستان دغه کورنۍ همدا اوس د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات کښې په جالاپور جنټن ښار کښې یو روغتون لري او بل روغتون یې هم د هندوستان په نوي ډیلي کښې کښې دی چې جیونمله نومیږي.