د هندوستان د یوې کورنۍ ټول غړي ډاکټران دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118004-د_هندوستان_د_یوې_کورنۍ_ټول_غړي_ډاکټران_دي
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوه داسې کورنۍ شته چې هر غړی یې ډاکټر دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2022 06:50 Asia/Kabul
  • د هندوستان د یوې کورنۍ ټول غړي ډاکټران دي

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوه داسې کورنۍ شته چې هر غړی یې ډاکټر دی.

د هندوستان په دغه کورنۍ کښې د ډاکټر د  جوړیدا دغه دود له تیرو سلو کلونو راهسې روان دی او همدا اوس په دغه کورنۍ کښې ټول ټال یوسل پنځوس ډاکټران شته.

د هندوستان رسنیو وویل دغه دود د کورنۍ د یوه مشر« لاله جیونمل» کیښودلی دی.

د هندوستان دغه ښاریز لاله جیونمل دغه دود د مهاتما له هغه نظریې څخه په اغیز من کیدا سره کیښودلی دی چې ویل یې د دغه هیواد راتلونکی په تعلیم یعني زده کړې او د صحت او د روغتیا په اسانتیاو باندې انحصار لري.

هغه وخت لاله جیونمل د خپلو څلورو زمنو د ډاکټرانو د جوړولو فیصله کړي وه.

راپورونه وايي چې د هندوستان د دغه کورنۍ د نوي نسل د غړیو د ډاکټر د جوړیدا لپاره راضي کول ډیر سخت کار دی ځکه چې ډاکټر جوړیدل ډیر محنت او قربانۍ ته ضرورت لري.

د هندوستان د دغه کورنۍ یوه غړي د مدیریت یعني د منیجمنټ(Management)د زده کړې په پریښودلو سره د ډاکټر د جوړیدا حرفې ته مخه کړه او هغه اوس یو بریالی جراج او سرجن دی.

د هندوستان دغه کورنۍ همدا اوس د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات کښې  په جالاپور جنټن ښار کښې یو روغتون لري او بل روغتون یې هم د هندوستان په نوي ډیلي کښې کښې دی چې جیونمله نومیږي.