د تهران او ځينی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ، په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې يوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم ځيني بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انترنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران دکسټم ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له ګاونډیو هیوادونو سره دایران داسلامی جمهوریت په پسرلي کې تجارت له دولس میلیارډ ډالرو واوښت .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په لویدیځ کې اقتصادي بحران دروند سیوری غوړولی دی ، د امریکا په مالی بازارونو کې تردیرش فی صدو پورې ځوړتیا او آفت او د اروپا په هوائي ډګرونو کې کاربندیز او اړئ ګړئ د خلکو ژوند تریخ کړی دی .
ورځپاڼې په دوام کې کاږلي دي ، سره له دې چې دامریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې امریکا ویستلې ، او جوزف بایډن هم نه غواړي نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستون شي ،خو د اصلاحاتو مدعیان چې وائي ، د جان کیري لاسلیک تضمین دی ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې داوسني وضعيّت اصلي ګرَم یعني امریکا ئې پخپل حال پریښودلې او د ایران د اسلامی جمهوریت په سوله غواړی مرکچي ټيم باندې د خپلو حملو شیشت برابر کړی دی .
د جرمنی یوه سناتور ولټَمسونتګ خبرداری ورکړی ،که د ګیس کمښت دوام ومومي ، نو د کورنیو لپاره د ګرَمو اوبو څخه استفاده به محدوده او وار په وار شي .
دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دناکراریو اوداورلګیدنې دوام، په همداوروستیو کې ددغه رژیم لاحساسو حتی امیتی سیمو ته هم غزیدلی او د قدس په شمال کې د صهیونیسټي رژيم په یوه پوځي مرکز کې د اور سترې لمبې پورته شوي دي .
انټرسیټ خبری سایټ ایشوا کړې ده ، د امریکا جنګ وزارت پنټاګان یوه پټه پروژه د بشپړیدا په حال کې ده چې مقصد ئې په لویدیځي آسیا سیمې کې د نیابتي جنګ د اور د لمبو زیاتول دي .
د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک داعشي تکفیریانو د هغه وحشي جنایتکار او دانسانان د قصاب ضرغام ابو حیدر د نیونې خبر ورکړی، چې ددغه هیواد سپایکر پوځي پوهنځي د یو زر اوه سوه محصیلینو د قتل عام په جنایت کې ئې مهم رول لوبولی ؤ .
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت په یوې اعلامیې کې د ایران په مسافري الوتکې د امریکاد جنګی بیړۍ د حملې دکلیزې رارسیدو ته په اشارې سره وئيلي دي ،د زیاتره دباؤ ماته خوړلي سیاست په دوام سره د امریکا غلیمانه کړچار هماغه راز دوام لري .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د سورئې په دوه ورځني سفر تللی په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، باید په سیمې کې د یوه نوي بحران د رامینځةکیدا مخنیوی وکړو.
د امریکا یوه پخواني خارجه وزیر هینري کسینجر له ایران سره د ۲۰۱۵کال په ایټمي نړیوالې موافقې په سختو نیوکو سره دا ناکامي بللې او دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته ئې بیرته ستنیدا دامریکا لپاره ستره خطره بللې ده .
د پاکستان په اسلام اباد کې د دغه هیواد پخوانی لومړي وزیر عمران په مشرۍ په پریډ ګراؤنډ کې د ایمپورټیډ حکومت په ضد ستره ولسی غونډه جوړه کړې او هغه پخپلې وینا کې د پاکستان پر سترو ا ورګانونو غږ کړی، له دې مخکې چې وضغیَت پیزواني نه کړائ شي ، د ایمپورټډ حکومت غلۀ او تورن چارواکي دې له واکه لیرې کړي .
دافغانستان د طالبانو دحکومت له خوا ددیني عالمانو اوسپین روبو درې ورځنۍ ناسته پاي ته رسیدلې او پر نړیوالې ټولنې ا و اورګانونو ئې غږ کړی، د طالبانو موقته حکومت سره دې تعامل دوه چنده کړي ، څو د جنګ ځپلو او غم ځپلو افغانانو د رامینځةکیدونکي انساني ناؤرین او بد اقتصادي وضعیّت مخه ونیول شي .
دسورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې دتکفیری ترهه ګرو او امریکائي پوځيانو په ملګرتیا او ملاتړ سره د دغه هیواد د ولس پر غَلو دَنو ډاکه اچولې ده .
په هندوستان کې د اسلام د سپيڅلتیاؤ په ضد د واکمن بي جې پي ګوند د لوړپوړو چارواکو په کرغیړنو څرګندونو د مسلمانانو اعتراضونه هماغه راز دوام لري .
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې چې په انټرنیټ کې خپره شوي ده لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، د هیواد په درستو پولو کې هیڅ ډول امنیتی مشکل نه لرو ، البته ځيني تیت پرک شر غواړي شته چې وسلوال ځواک ئې هم له هر پلوه تر څارنې لاندې ساتي او په سیمې کې دتل پاتې امنیت ثبات ساتل ،خپله اساسی دنده ګڼي.
د سورئې ولسمشر بشار اسد په دمشق کې د ایران داسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنې کې روښانه کړې ده ، په سیمې کې انډول دمونږ په ګټه په بدلیدا دی.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په امریکا د وروستیو ترسره شوو نظر سنجیو ښودلې ده چې په دومدار ډول په دریمه اونۍ کې هم د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن عمومي محبوبیّت هماغه راز په کمیدا دی او دمګړۍ درې دیرش فیصدو ته رسیدلی دی ، داپه داسې حال کې دي چې په دغې نظر غوښتنې کې د ښآریزو ترمینځ د وسلو د پیرپلور د محدودولو د قانون په تصویبیدا کې د کانګرس د اقدام په باب هم کومې پوښتنې نه دي شوي .
په ملګروملتو کې دچین استازي ژانګ ژیائو د ایران د ایټمي موضوع په باب دامنیت شورا په څرګندې ناستې کې ووئيل ، امریکا دې په عملی اقدام سره د ایران منطقي غوښتو ته سملاسي مثبت غبرګون وښئ .
العهد خبری سایټ په یوه راپور کې لیکلي دي ،سورئې ته دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر له سفر سره په یووخت ، د ایران یوه بله تیلی کشتۍ هم په سورئې کې د بانیاس بندر انګڼ ته داخله شوې ده ، دا دریمه تیلی کشتۍ ده چې په څو اونیو کې سورئې ته ورځي .
بریټیش پيټرولیم(بی پي) ستر شرکت په ۲۰۲۱کال کې د ایران د طبیعی ګیسو د تولید د یودیرش فی صدي ودې خبر ورکړی او په یوه راپور کې ئې په ډاګه کړې ده ، ایران په دغه کال کې په نړۍ کې دطبیعي ګیسو تر ټولو ستر څلورم مصرفونکی هیواد هم دی .
*****************
دوستانو اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو خپرونو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي .
ګارډین ورځپاڼې د افغانستان ددیني عالمانو او سپين روبو په عمومي غونډې کې د طالبانو د مشر ملاهبت ا.... اخوندزاده پر وینا لیکنه خپره کړې ده
ورځپاڼې لیکلی دي ، د طالبانو مشر د بهرنیانو غوښتنه په داسې حال کې رد کړې، چې د ملګروملتو د بشري حقونو لویې کمېشنرۍ په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکې ځپنې د پای غوښتنه کړې ده .
ګارډین لیکلي، د طالبانو د مشر دا وینا له دې کبله نادره وه، چې نوموړی په عام محضر کې نه حاضرېږي. دۀ په لومړي وار له کندهاره کابل ته سفر وکړ، چې په دغې غونډې کې ګډون وکړي. لا هم د ملاهبت ا... اخندزاده کوم تصویر او ویډیو نه ده خپره شوې او وینا یې د راډیو له لارې خپره شوئ ده .
ګارډین ورځپاڼه مخکې زیاتوي، ملاهبت ا... اخندزاده په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدا د ټولې اسلامي نړۍ بری بللی ، خو حال دا دی چې هېڅ اسلامي هېواد د دوي حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو مسلمانو دیني عالمانو په داخل او خارج کې د طالبانو سخت دریځونه غندلي دي.
ملاهبت ا... اخندزاده په خپله وینا کې ویلي، چې بهرنیان دې دوی ته لارښوونه نه کوي او نه دوی د هغو امر مني ،خو د نړۍ هېوادونه له طالبانو پر له پسې غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د کار او تعلیم اجازه ورکړي.
د ملګروملتو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باچلې هم د جمعې په ورځې ویلي دي ، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له نهیلوونکي وضیعت سره مخامخ دي.
دې پر طالبانو غږ کړی، چې نورو اسلامي هېوادونو ته دې وګوري چې هېڅ یوه نجونه ئې له زده کړو منع کړي نه ده .
بیزنس سټنډرډ ورځپاڼې بیا په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو ته په اشارې سره لیکلي، امریکايي پلاوي په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودیتونو په اړه خبرې کړي .
که څه هم طالبانو د دې خبرو په اړه ویلي و، چې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو په اړه یې خبرې کړي، خو بیزنس سټنډرد ورځپاڼه وايي، چې دا خبرې په هغو زیاتېدونکو محدودیتونو راڅرخېدې چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج د ښځو د محدودولو لور ته ګامونه اخیستي دي.
د دوحې په خبرو کې طالبانو خپله دا ژمنه تازه کړه، چې تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.