د حضرت امام محمدباقر دشهادت د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118192-د_حضرت_امام_محمدباقر_دشهادت_د_کلیزې_په_مناسبت_تسلیّت_ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي دحضرت امام محمدباقر علیه السلام  دشهادت د کلیزې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 07, 2022 07:30 Asia/Kabul
  • د حضرت امام محمدباقر دشهادت د کلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

د تهران ریډیو درست کارکونکي دحضرت امام محمدباقر علیه السلام  دشهادت د کلیزې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

حضرت امام محمد باقرعلیه السلام  چې پخپله د اهل بیت علیهم السلام په مکتب کې ئې په زرګونو عالمان اوفقیهان روزلي ، تل ئې دټولنې په مختلفو پرګنو کې د مومنانو په رغنده  او اغیزشیندونکي شتون ټینګار درلودلی دی .

نن دذی الحجې دمیاشتې  اوه نیټه  داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه ګران لمسی او د امامت او ولایت د آسمان دپنځم ځلانده ستوري حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت کلیزه ده .هغه بزرګوار  د ۵۷هجری قمری کال د  رجب میاشت په لومړۍ نیټه په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې  او دنامه هم محمد کیښودل شوې وه . دهغه  مور فاطمه د حضرت امام حسن لور  وه او دهغه بزرګوار پلار هم حضرت امام سجاد علیه السلام ؤ . له دې اړخه  لومړنۍ امام ؤ چې  له هردواړ و خواؤ  فاطمي او علوي ؤ .

امام محمد باقر علیه السلام  دخپل ژوند څو کلونه له خپل نیکۀ حضرت امام حسین علیه السلام سره تیر کړي دي  او دکربلاپه واقعې کې څلور کلن ؤ او د خپل پلار درحلت پهوخت  هم۳۹کلن ؤ .  دحضرت امام محمد باقر علیه السلام د امامت  پړاؤ هم اتلس کاله  دی او دهغه امامت پړاؤ  له ولید بن عبدالملک ، سلیمان بن عبدالملک ، عمر بن عبدالعزیز، یزید بن عبدالملک  او هشام بن عبدالملک  سره هم عصر ؤ .

د تهران ریډیو درست کارکونکي دحضرت امام محمدباقر علیه السلام  دشهادت د کلیزې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .