کتابونه د علم باغونه (۲۵)
له میلاده مخکې د څلورمې زریزې په پیل کې د خښتې ابداع د انسان په شکل پیژندنې او د منظم شکلونو په جوړولو کې عظیم بدلون وو
د لیک او کتابت له ابداع مخکې کلیوالې ټولنې په نقش و نګار کې له زیاتو تجروبو برخمنې وې . د خټو لوښو ټپې ښی چی ټولنوله ښار اوسیدنې مخکې په بشپړه خبرتیا سره تناسب ، اندازې او اړخونه درک کړي دي . هغو د هرې مادې زمینه چی د عمودی او افقی کرښو په مرسته په مربع ، مربع په مستطیل تقسیموله او خپلې ټپې یې د هغو په متن کې وهلې .
له میلاده مخکې د څلورمې زریزې په پیل کې د خښتې ابداع د انسان په شکل پیژندنې او د منظم شکلونو په جوړولو کې عظیم بدلون وو . په همدې خاطر د د لیکلودپیل د وخت کاتبانو له افقی ، عمودی ، مورب او زیګزیګ کرښو ژور درک درلوده او دا دلیل دی چی د لیکل شویو مطالبو په هماغه پیل کې په مناسبو فاصلو سره په متناسبو لکیرو کې بڼه غوره کوله . په بله وینا کاتبانوپه هغه وخت کی د پاڼي د ښکلی کولو رول لوبوه چی د سپین ځای او سیاهی ترمینځ فاصلې یې رعایتولې .
ځینې مدرکونه ښی چی له میلاده کابو دوه نیم زره کاله مخکې کاتیانو له انځورونوهم استفاده کوله او ډیر مهرونه او کتیبې مطالب او انځورونه لری . همداراز کاتبانو د لیکلو د زمینې په یوه برخه کې په ځیرتیا سره په مناسب ځای کی کنده کاری کوله . د لرغونی نړۍ یوه ډیره پرتمینه پاڼه ښکلونه د ایران د لویدیځ د کرمانشاه ته نږدې په بیستون کې د داریوش هخامنشی کتیبه ده . په دغه کتیبه کې د داریوش سیاسی هدفونه د یوه شکل په چوکاټ کې تجسم شوی او په حقیقت کې د داریوش کتیبه یو عظیم د کاڼی پوسټر دې چی د لویدیځ او ختیځ په ارتباطی لاره کی رامینځته شوی او د ټولو لپاره نندارې ته وړاندی شوی دی .
««««««««««««««««««««««««««««««
د کتاب ډیزاین هغه دودیزه اصطلاح ده چی پکې بیلا بیل هنرونه شاملیږي . دکتاب لوستونکي په تیر وخت کې زیاتره په هغو کتابونو پسې ووچی زیات انځورونه او ټيې یې درلودلې . هغو خوښول چی د یوه لیرې پرته ټاټوبی ، عسکر یا د بوټی او ځناور انځور وګوری چی په متن کې یې نوم راغلی وی . همدغه چاره سبب شوه چی ناشرانو او چاپونکیو د کتاب په سینګارولو او جلد په ښکلی کولو سره د لوستونکی کنجکاوی او له مطالعې د هغو لذت زیات کړی .
په مینځنیو پیړیو کی لومړنې خط ایتالیم خط وو چی په زاړه روم کې دود وو او یوازې وړکوتی حروف یې درلودل . خو دیر وخت نه وو تیر شوی چی دغه خط خطی کتابونو ته هم لاره ومونده تر دې چی په صومعو کې د هغو شکلونوپه توګه چی د بیلا بیلو میلیتونو او قومیتونو معرفی کونکی وو ، کارول کیده . له ایتالیک خط وروسته خط ایتالیایی ، خط بنونتان ، خط ګوتی غربی ، خط مروونژی او خط کارولنژی هغه خطونه وو چی په اروپا کې په کتابونو کې ترې استفاده کیدله چی په خاصو ځانګړنو سره به لیکل کیدل او د لیکونکی کس مهارت ته یې اړتیا درلوده .
هغه ارتباط چی له مینځنی رومی سبک سره د د وړکوټو کارولنژی حروفو اشکالو ترمینځ موجود وو ، سبب شو چی د دغه خط نوم په رومی خط مشهور شی خود وخت په تیریدو سره دغه خط هم شکل بدل کړ او ټکی یې بلند ، نری او زاویه لرونکی جوت کړل .، دغه خط په ګوتیک خط مشهور شو او ډیر وخت نه وو تیر چی په درست اروپا کې خپور شو او د ۱۵ پیړۍ تر مینځنیو ترې استفاده کیدله . ګوتیک خط د ۱۵ پیړۍ د کتاب ښکلی کولو په سبکونو کې اغیز وشینده او دی ته په پام سره چی ټکی یې بلند او نری لیکل ، انځورنه یې هم بلند او نری انځورول . د مثال په توګه کسان یې په اوږدو پښو او لاسونو او کمو اږو سره انځورول . دغه لیکنې او تصویری سبک د مینیاتور هنر هم تر اغیز لاندې راوسته او سبب شو چی بله ځانګړنه رامینځته شی او هغه د انځور شویو منظزو په پاې کې د طبیعی مناطرو انځورول وو . د خطی نسخو د مصوری په تاریخ کی دا ستره پیښه د یوه بدلانه پیچومی په توګه مطرح ده .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د۱۵ پیړۍ له مینځنیو په کتاب سینګارولو کې یوه بله ښکارنده ظاهره شوه او هغه جانبی ښکلاوې وې چی له سترو اصلی ټکیو به نه جلا کیدل ، له دې پرته چی هغه سینګارول ځانته جلا شوی او د ونو د پاڼو او ګلونو په شکل کی راغلل چی د طبیعی ګل او پاڼو په شان په شان په ځیرتیا سره انځور شوی وو . په دغو د بوټو د نقوشو ترمینځ پرندګان په الوت کی وو .
د ۱۵ پیړۍ تر ټولو مشهور کتاب د ساعتونو کتاب دی چی په فرانسه کې په یو میوزم کې ساتل کیږی . د دغه کتاب شکلونه د نقاشۍ د هنر له حیرانتیاو دی او د کتاب په پای کی د باچاهانو او واکوالانو د محلونو ښکلی انځورونه تر سترګو کیږی .
په ۱۶ پیړي کې په لرګی د کنده کارۍ د هنر اوج چی په عصر زرین مشهور شوی وو ، په جرمنی کی ظاهر شو چی هنرمندانو خپل ژور عواطف په لرګی د کنده کارۍ په شکلونو کې ښودل . په جرمنی کی اوګسبرګ د کتاب سینګارولو دوهم اصلی مرکز وو چی له مخکنیو رودو په استفادې سربیره په نقاشۍ کې په زیړو له کنده کارۍ چی یوازې د نښو لپاره کارول کیده ، ګټه پورته کوله . دغه روده د کتالب له موضوع په رمزی تمثیل یا شکلونو زمینې سره د کتاب د لومړنی پاڼې د نقاشۍ لپاره یا له عنوان مخکې په سرپاڼه کې دلیکوال د عکس ورځایول وو . پر دې سربیره په ۱۶ او ۱۷ پیړیوکې د لرغون پیژندنې ، د هنر تاریخ ، طبیعی تاریخ جغرافیې کتابونو او د معمارۍ د هنر د نمونو او تابلو ګانو او غټو کتابونو کی لیدل کیده .
««««««««««««««««««««««««««««««
په مینځنیو پیړیو کې په اروپا کی له چمړې د جلدونو جوړول خپل اوج ته ورسیدل .جلد غالبا له دو لرګینو صحفو راش او د اینځر ونې لرګیو جوړیدل او د غواپه چمړې سره پوښل کیده. غالبا د هغو رنګ تور بخن اوپه ډول ډول شکلونو او ښکلاو سینګار شوی وو . په چمړې کنده کاری شوی مهم شکلونه په ۱۴ او ۱۵ پورې اړه لری . په دوی کی د پرښتو او نیکو کسانو انځورونه له هغو سپرو کسانو انځورونو سره چی په ښکار پسې دی ، په عاشقانه منظرو سره انځور شوی دی .
ختیځ وال په ۱۵ بیړۍ وتوانیدل د چاپ په صنعت سره ایټالیا ته ورغلل ، هغو نه یوازې خپلو ایټالیایی همکارانو ته تخنیکی ځانګړنې انتقال کړی بلکې هغو ته یې نوی تزیینی شکلونه هم ورزده کړل . له ختیځ مطلب هغه اسلامی هیوادونه دی دی هغوترمینځ ایرانیانو له نورو زیات خپل مهارت وښوده . په ایرانی جلد جوړونه کې د کتاب لاندی جلد له کتابه غټ وو او زینتونه اساسا په مرکزی برخه کی په لوزی شکل کی وو . دا روده د هغو زینتونو سرچینه ده چی په ایرانی غلیچو کی کیږی .
په دغه پړاوکې د جلد د مینځنۍ برخې د سینګارولو لپاره له سنګی یا کاڼړینې لوحې استفادې دوام درلوده . په جرمنی او شمالی اروپا کې دود د جلد جوړونې نوی روده ډیر وخت پورې د استفادې وړ وګرځیده . دغه روده د غوا په شان د حیواناتو له چمړې په استفادې سره ترسره کیده او له یوې مرحلې وروسته په سنګی لوحې سره چاپیده .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۶ پیړۍ په دوهمې نیمایی کې ورو ورو تذهیب عمومیت پیدا کړ او د ختیځ له هنری شکلونو او تاو راتاو دایرو استفادې رواج پیدا کړ . تر ټولو ښکلی تذهیب شوی چاپی جلدونه هغه جلدونه دي چی په هایدلبرګ کې د کنت اتوهنری په وسیله جوړ شوی دي . دغه حاکم حکم ورکړ چی د خپل محل د کتابتون د کتابونو لپاره داسې جلدونه جوړ کړی چی د جلد بره زینت طلایی او په ډبرینه لوحه سره چاپ شوی وی او لاندې جلدباندې د کنت نسان چاپ شوی وی .
۱۷ پیړۍ ته په ورتلو سره د اروپا د جلد جوړولو په هنر کی بدلونونه رامینځته شول او زیاتره یې په معمولی شکلونو کی په جوړیدا شول . دغه جلدونه د غوا اووری له چمړو او یا د شمشتۍد چمړې په شان له اشکالو سره سینګار او په اهن کربنات سره رنګیدل . د هغو ظاهر ساده وو او د کتاب عنوان په سیاهۍ سره د کتاب جلد د پاسه لیدل کیده .
د چاپ د صنعت په پراختیا سره د کتاب په تجارت کی نوی پړاو او د کتاب سینګارولو او جلد جوړونې په تاریخ کی نوی مرحله پیل شوه . له هغه وخته جلد کول دهغه صنعت په توګه چی خاص قوانین لری ، وپیژندل شو . هماغه ر از چی چاپ د کتاب له ارزانه کیدا او ډیریدا سره مرسته وکړه ، د جلد جوړولو رودو هم د نویو غوښتنو په اساس نوی بڼه غوره کړه . په دې مینځ و میان کی هنرمندانو تازه او نویو رودو ابداع ته مخه کړه چی په بل پروګرام کی به ورباندې درسره خبرې وکړ و .