د تهران او ځينی نړیوالې نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځينی بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، په نړیوالو چارو کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښودسلاکار علی اکبر ولایتي ټينګار کړی ، د ایران اسلامی جمهوریت اجازت نه ورکوي ، څو ناټو د مونږ دپولو ترڅنګ فعاله شي ،ځکه ناټو یو بشپړ ګواښ دی ،که څوک ئې نور پيژني ، نو په تیر وخت کې د نورو د ټاټوبو پر ویچاړولو سربیره اوس وویني ،اوکراین ئې تر کومه حده ورساوۀ.
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلی دي ، د ځينو مختلفو ډيپلوماټانو او له ځینو بهرنیو چینلونو سره د اړونده عناصرو له نیول کیدا سره په یووخت ، د اصلاحاتو مدعیانو چغې پورته شوي او لویدیځوال ئې لالهانده او لاس پښې خوځولو ته اړ کړي دي .
ورځپاڼې مخکې لیکلی دي ، دامریکا غوره اقتصاد پوهانو په دغه هیواد کې د بې مخینې انفليّشن د دوامدار کیدا په باب په خبرداری ورکولو سره وئيلي دي ،ډیر زره هم د انفلیّشن د اندازې په زیاتیدا سره حالات تر هغه ځایه ورسیږي ، چې دکارګرانو پشمول د کمزوري پرګنې د عایداتود زیاتیدا فی صدي به یوازې د دوي د اساسي اړتیاؤ په تامینولو ولګیږي .
د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزیر بنی ګانټز ووئيل ، د خپل تاریخ ترټولو بد بحران سره لاس او ګریوان یوو .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې ویندوي کمال وندی په ډاګه کړې ده ، هروخت مقابل لوری ژمنتیاؤ ته بیرته وګرځي او درستې ژمنتیاوې اجرا کړي ، دایرن به هم سملاسي خپلې درستې ژمنتیاوې په دقیق ډول ترسره کړي .
په داسې حال کې چې لویدیځ د اوکراین په حوزې کې له روسیې سره د ښکیلیدا په دلیل له پيچلو اقتصادي بحرانونو ،په تیره بیا د سونګو او انرژۍ په زمینې کې لاس اوګریوان شوې ،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لویدیځي اروپا ته د نورډاسټریم ګیسو دنل لیکې په بندولو سره ، د اروپا او ورسیې د ګیس جنګ نوي مرحلې ته وارد شوی او ډ یری شناندی وائي اروپا د روسیې په بایکاټولو کې ماته وخوړه او اوس لالهانده شوې ده .
داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ایران داسلامی جمهوریت د پارلیمان (اسلامی شورا)مشر محمد باقر قالیباف د پارلیمان په څرګندې ناستې کې روښانه کړه ، جوبایډن د صهیونیسټانو دپروګرامونو اجرا کونکی دی ، دسیمې هیوادونه دې هوښیار او ځير ووسي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د ایټالیا له خارجه وزیر سره په کتنې کې روښانه کړې ده ، امریکادې دحقیقت پال کړچار په غوره کولو سره دنړیوالې ایټمي موافقې له نهائي کیدا سره مرسته وکړي .
د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس په بیګانۍ اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې ایران د فردو ایټمي کمپلیکس په لاندینئ برخې کې دیورانیمو دپخَوَلو اندازه لوړه کړې ده او په دغو تاسیساتو کې یو شمیر نور لاماډرن سنټرفیوژونو خپل فعالیت پیل کړی دی .
همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ناصر کنعاني د مینځني ختیځ سیمې دامنیت او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن د ادعاګانو په غبرګون کې ووئيل ،د ښاغلی بایډن په لیکنې کې درج ټکي په لویدیځي سیمې کې دامریکا د حکومت د سیاستونو غیر واقعي او یو اړخیز روایتونه دي چې هیڅ ډول اساس نه لري ، او جامعه ایټمي موافقه یوه نړیواله موافقه ده او یواړخیز دریځ پکې هیڅ ځاي نه لري .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په ټيلیفوني تماس کې ووئيل ، کوټلي سلامشورې ، د ایران او قطر د شوو موافقو پر اجرا مثبتې اغیزې شیندي .
وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم هڅه کوي څو د حزب ا... ولسی غورځنګ د مبارز ځواک دنفوذ د مخنیوي په موخې سره له لبنان سره دنیواکي فلسطین په پولې کې د میتولا ښارګوټي شاخوا دیوال وغزوي .
د اردن لومړي وزیربشر الخساونه په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ، هیڅکله هم ایران ته د خپل ملی امنیت دګواښ د سرچینې په توګه فکر نه کوي .
د پاکستان د کراچۍ پشمول په مختلفو سیمو کې دسختو ورښتون واوسیل له امله دقربانیانو شمیر له یو سل پنځوسو تنو واوښت او وئيل کیږي ، چې په زرګونو هیکټره مځکو او فصلونو ته هم تاوانونه اوښتي دي .
دا هم د تهران چاپ جام جم آنلاین خپرونې انټرنیټي سایټ دی چې نن ئې لیکلی دي ، دایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دامریکا پخواني کرغیړن حکومت له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه په وتلو سره عملا د اختلافاتو دحل لپاره د څواړخیزې ډيبلوماسۍ سټراټژۍ ته ډير تاوانونه ورسول او د امریکا اوسنی حکومت هم جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته د ستنیدا او د امریکا دپخواني کرغیړن حکومت د تیروتنو د جبرانولو په باب له خپلو ادعاګانو او شعارونو سره سره ، له بده مرغه په عمل کې د بندیز او اقتصادي دباؤ په دوام سره هماغه تیر کړچار تعقیبوي چې دوي به هم هیڅ ګټه ونه کړي .
د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد دسورئې پوځ او مقاومتي ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د جنایتکارو ترهه ګرو یو شمیر هغه پټنځایونه د امریکا یانو او نورو بهرنیو عسکرو له خوا ورته ټرینینګونه ورکول کیدل ، تباه کړي او د دوي یو شمیر سرنګونه ئې هم له مینځه وړي دي .
د روسیې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،له دقیقو او ګائيډيډ وسلو څخه په استفادې سره ئې په اوکراین کې د ؛ هاریون ؛نومې ماډرن او ګائيډیډ توغندي تباه کړي دي .وئيل کیږي ،دغه توغندي انګلستان اوکراین ته دجنګ دګرَمولو لپاره ډالۍ کړي دي .
یوه اسرائيلي تاریخ لیکونکي پخپلې یوې لیکنې کې وئيلي دي ،د مصري عسکرو په ضد په ۱۹۶۷جنګ کې دصهیونیسټانو په لاس په یوه بوږنونکي جنایت کې اتیا مصري عسکر وژلي او په یوه ځاي کې په ډله ایز قبر کې په خاورو کې خوندي کړی دي .
دوستانو اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو خپرونو ته چې د افغانستان د وروستیو بدلونو و حالاتو په باب ئې لیکنې کړي دي،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي .
ګارډین ورځپاڼې د هغو افغانانو ژوند ته پام کړی چې په افغانستان کې ئې له استرالیايي عسکرو سره کار کړی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه هغو اسټرالیاوالو چې په خپله خوښه ئې غوښتل چې افغانان په خوندي توګه استرالیا ته ولیږدول شي، د خپل حکومت له کړنو ناهیلي شوي دي.
د ګارډین په لیکنه، د علي کورک Ali Corke په نوم یوه استرالیايي سړي تېر سپټمبر د عباس په نوم د یوه افغان عسکر لپاره چې اوس په ایران کې اوسېږي، د ویزې غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې د اسټرالیا د حکومت له لورې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو نږدې یو کال تېرېږي خو بیا هم هغه کسان د اسټرالیايي ځواک ترڅنګ جنګېدل اوس په وېره کې ژوند کوي.
دغه خپرونه مخکې کاږي ،له دغو عسکرو څخه یوۀ یې ګارډین ته ویلي، چې دوي د نړیوالو ځواک ترڅنګ د جګړې په ډګر کې جنګېدلي او په داسې حال کې چې دوی ته وروڼه ویل کېدل، اوس یوازې او هېر شوي دي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي، چې له یو شمېر پخوانیو افغان سرتېرو سره چې د طالبانو له خوا نیول شوي یا محاکمه شوي، خبرې کړي او دا مقاله یې خپره کړې ده.
فارن افیئرز خپرونې له هندوستان سره د طالبانو پر اړیکو تمرکزکړی دی.
د خپرونې په لیکنه، له تېر دوبي راهیسې چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، هېڅ هېواد د دوي حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د دې ترڅنګ ویل شوي چې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال په تاجکستان کې د مئ میاشتې په غونډه کې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.
بیا د جون په دویمه د هند یوه لوړ پوړي پلاوي کابل ته سفر وکړ او له طالب چارواکو سره یې وکتل، بالاخره د جون په ۲۳ مه هند په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت بیا پرانیست.
دغه راز ویل شوي، چې هند د دې وړتیا لري، چې د طالبانو حکومت له ډیپلوماټیک انزوا څخه لیرې کړي او له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته لاره پرانیزي.
هند د افغانستان د پخواني حکومت له لومړی درجه متحدینو څخه و، خو اوس د فارین افئرز په لیکنه غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګول غواړي.
دېخوا ته بیا طالبان له پاکستان سره چې د هند د اوږدې مودې سرسخته سیال دی، نږدې اړیکې لري.
د خپرونې په لیکنه، د طالبانو د حکومت او هند تر منځ هر ډول روغه جوړه به د پاکستان مخالفت راپاروي، ځکه چې د دغو دواړو لورو نږدې اړېکې ښايي هغه څه نه وي چې اسلام اباد یې تمه لري.