د تاشکند په غونډې کې طالب پلاوی هم ګډون کوي
د ازبکستان،روسیې او د افغانستان د نورو ګاونډیانو دریځونه سره یو شان دي ، یعني دطالبانو حکومت باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او یو ټولشموله حکومت رامینځةکړي چې په افغانستان کې درستې قومي اومذهبی ډلې ټپلې پکې شتون ولري .
د ازبکستان د خارجه وزارت سرپرست ووئيل د افغانستان په چورلیزتوب سره په نړیوالې غونډې کې چې د جولائي په ۲۵ او ۲۶نیټه د نړۍ د څه دپاسه شلو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره په تاشکند کې ترسره کیوي، دطالبانو پلاوی به هم پکې ګډون وکړي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د ازبکستان د خارجه وزارت سرپرست ولادیمیر ناراف په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، مونږ له طالبانو تمه لرو ، په دغې ناستې کې ګډون وکړي وخو په دغې غونډې کې د دوي د ګډون معنا په دې نه ده چې مونږ طالبان په رسمیّت وپيژنو ، بلکې غواړو ، ددغې غونډې له لارې ، خپل پیغام دافغانستان اوسنیو چارواکو ته ورسوو.
هغه دغه راز ووئيل د ازبکستان،روسیې او د افغانستان د نورو ګاونډیانو دریځونه سره یو شان دي ، یعني دطالبانو حکومت باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او یو ټولشموله حکومت رامینځةکړي چې په افغانستان کې درستې قومي اومذهبی ډلې ټپلې پکې شتون ولري .
له دې مخکې هم وئيل شوي دي،چې دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا، د بشری حقوقو په تیره بیا د ښځو دحقوقورعایتول،له ترهه ګرو ډلوسره مبارزه، پرنورو هیوادونو د حملې لپاره د افغانستان له خاورې نه استفاده ، دطالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه دي .