د تاشکند په غونډې کې طالب پلاوی هم ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118402-د_تاشکند_په_غونډې_کې_طالب_پلاوی_هم_ګډون_کوي
د ازبکستان،روسیې او د افغانستان د نورو  ګاونډیانو  دریځونه سره یو شان دي ، یعني  دطالبانو حکومت باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او یو ټولشموله حکومت رامینځةکړي چې  په افغانستان کې درستې قومي اومذهبی ډلې ټپلې پکې شتون ولري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 13, 2022 07:45 Asia/Kabul
  • د تاشکند په غونډې کې طالب پلاوی هم ګډون کوي

د ازبکستان،روسیې او د افغانستان د نورو  ګاونډیانو  دریځونه سره یو شان دي ، یعني  دطالبانو حکومت باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او یو ټولشموله حکومت رامینځةکړي چې  په افغانستان کې درستې قومي اومذهبی ډلې ټپلې پکې شتون ولري .

د ازبکستان د خارجه وزارت سرپرست  ووئيل د افغانستان په چورلیزتوب سره په نړیوالې غونډې کې چې د جولائي په ۲۵ او ۲۶نیټه  د نړۍ د څه دپاسه شلو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په شتون سره په تاشکند کې ترسره کیوي،  دطالبانو پلاوی به هم پکې ګډون وکړي . 

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس  له قوله راپور راکړ، د ازبکستان د خارجه وزارت سرپرست ولادیمیر ناراف  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، مونږ له طالبانو تمه لرو ،  په دغې ناستې کې ګډون وکړي وخو په دغې  غونډې کې د دوي د ګډون معنا په دې   نه ده چې  مونږ طالبان په رسمیّت وپيژنو ، بلکې غواړو ،  ددغې غونډې له لارې ، خپل پیغام  دافغانستان اوسنیو چارواکو ته ورسوو.

 هغه دغه راز ووئيل  د ازبکستان،روسیې او د افغانستان د نورو  ګاونډیانو  دریځونه سره یو شان دي ، یعني  دطالبانو حکومت باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او یو ټولشموله حکومت رامینځةکړي چې  په افغانستان کې درستې قومي اومذهبی ډلې ټپلې پکې شتون ولري .

 له دې مخکې هم وئيل شوي دي،چې دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا، د بشری حقوقو په تیره بیا د ښځو دحقوقورعایتول،له ترهه ګرو ډلوسره مبارزه،  پرنورو هیوادونو د حملې لپاره د افغانستان له خاورې نه استفاده ، دطالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې شرطونه دي .