امریکا په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118584-امریکا_په_افغانستان_کښې_په_ماتي_اعتراف_وکړ
جمهور خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل زاد په ضمني ډول په افغانستان کښې د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 08:11 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کښې په ماتي اعتراف وکړ

جمهور خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل زاد په ضمني ډول په افغانستان کښې د واشنګټن په ماتي اعتراف وکړ.

هغه وویل امریکا له داسې چیلنج سره مخامخ ده چې نه پوهیږي له طالبانو سره څه وکړي او تراوسه یې  حل لاره نه ده پیدا کړي.

خلیل زاد په دې خبرې سره چې امریکا له طالبانو سره په خبرو اترو بوخته ده چې هغه ټول موردونه چې د قطر په موافقې کښې بیان شوي دي اجرايي شي وویل امریکا د یوه څنګ ته کړې شوي او د ماتي خوړلي افغانستان پلوي نه ده.