هندوستان کښې بیزوګانو یو ماشوم وواژه
زمونږ خبریال وايي په هندوستان هیواد کښې شادوګانو یعني بیزوګانو په یوې حملې کښې د څلورو میاشتو ماشوم له یوه بام څخه لاندې وغورځوه چې له کبله یې دغه ماشوم په ټپه مړه شو.
د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په ډنکا نومي کلي کښې بیزوګانو په یوې درې پاوړیزه ودانۍ برید وکړ.
د ډنکا کلي وسیدونکي نردیش اپادهیای وویل په تیرې جمعې ورځ زه او زما میرمن د خپل کور د چت د پاسه له خپلې څلو میاشتو ماشوم سره یوځاې ګرځیدو چې ناڅاپه یوشمیر بیزوګانو راباندې حمله وکړه.
نردیش اپادهیای وايي مونږ د دغو ګڼ شمیر بیزوګانو د شړلو هڅه وکړه نو ناکامه شو.
هغه وویل مونږ د خپلو ځانونو د بچولو لپاره د پاوړیو په لور وتښتیدو خو څلور میاشتنی ماشوم زمونږ له لاسونو وغورځیداو زیاته یې کړه مخکې له دې چې مونږ دغه څلور میاشتنی ماشوم اوچت کړو یوه شادو په چټکۍ سره راغله او زمونږ څلور میاشتنی ماشوم یې اوچت کړ او له بام څخه یې لاندې وغورځوه او ماشوم په ټپه مړشو.