له امریکا په افغانستان کښې ډیرې وسلې او تجهیزات پاتې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118810-له_امریکا_په_افغانستان_کښې_ډیرې_وسلې_او_تجهیزات_پاتې_شوي
ایران پریس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه واشنګټن په داسې حال کښې له افغانستانه ووته چې د طالبانو لپاره یې د لومړۍ درجې پوځي تجهیزات چې ارزښت یې پینځه اتیا میلیارډه ډالره کیږي پرځاې پریښودلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • له امریکا په افغانستان کښې ډیرې وسلې او تجهیزات پاتې شوي

ایران پریس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ادعا وکړه واشنګټن په داسې حال کښې له افغانستانه ووته چې د طالبانو لپاره یې د لومړۍ درجې پوځي تجهیزات چې ارزښت یې پینځه اتیا میلیارډه ډالره کیږي پرځاې پریښودلي دي.

ټرامپ وویل که چیرې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې درغلۍ نه کیدلئ مونږ په ټاکلي وخت کښې په ویاړ سره له افغانستان څخه وتلو او توانیدلو د بګرم پوځي اډه په خپل واک کښې وساتو.

د امریکا پخواني ولسمشر ټرامپ زیاته کړه امریکا طالبانو ته د پینځه اتیا میلیارډه ډالرو په ارزښت د لومړۍ درجې پوځي تجهیزاتو په پریښولو او د څو عسکرو په وژل کیدا سره افغانستان پریښود.

د امریکا د پخواني ولسمشر ټرامپ دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې سي این این ټیلي ويژن د دفاع وزارت پینټاګان په قول په یوه راپور کښې وویل چې له افغانستانه له واشنګټن د پوځیانو له  وتلو وروسته د کابو اوه میلیارډه ډالرو په ارزښت وسلې په افغانستان کښې پاتې شوي دي.

په دغه راپور کښې چې د امریکا کانګرس ته ورکړل شوی دی ویل شوي دي دفاع وزارت پینټاګان د دغو پرځاې پاتې پوځي تجهیزاتو د بیرته لاس ته راوړلو یا تباه کولو لپاره افغانستان ته د بیرته ستنیدا لپاره هیڅ پروګرام نلري.