تاشکند غونډې دافغانستان د اقتصادپر پیاوړتیاټینګار وکړ
د افغانستان داقتصاد پراحیاء ددغې نړیوالې غونډې دګډون کونکوټينګارپه داسې حال کې دی چې دغه هیواد همدااوس د امریکا د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ جګړو له امله له مالی او اقتصادي بحران او همدااوس د واشنګټن له بندیزونو سره مخ دی .
ایرناخبری اژانس راپور راکړ،دازبکستان په پلازمینې تاشکند کې د افغانستان امنتی او اقتصادي پراختیا نومې نړیوالې غونډې کې ګډون کونکو د یوې ا علامیې په خپرولوسره ټينګا رکړی دی،د افغانستان اقتصادباید په دغه هیواد کې تل پاتې سولې ته درسیدالپاره دیوه مهم عامل په توګه احیاء اوپیاوړی شي.
د افغانستان داقتصاد پراحیاء ددغې نړیوالې غونډې دګډون کونکوټينګارپه داسې حال کې دی چې دغه هیواد همدااوس د امریکا د شل کلنې نیواکګرۍ او جنګ جګړو له امله له مالی او اقتصادي بحران او همدااوس د واشنګټن له بندیزونو سره مخ دی .
په راپور کې وئيل شوي دي، دافغانستان په موضوع سره د تاشکند دوه ورځنۍ ناستې بیګاپخپلې پایزې اعلامیې کې په افغانستان کې د انرژۍ او ټرانسپوري کریډورونو د رامینځةکولو پشمول د بیخ بینائي او مهمو اجتماعي پروژو په اجرا او په سیمه ایز اقتصادي پروسو کې دغه هیواد ته د توجه پر اهمیّت او ضرورت ټینګار وکړ .
په دغې اعلامیې کې د داعش پشمول له مختلفو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره داړیکو د غوڅولو په باب د طالبانو دحکومت د خارجه وزارت دسرپرست امیر خان متقي په څرګندونو هم خوښي ښودل شوې ده .
د تاشکند په غونډې کې ګډون کونکو په افغانستان کې دطالبانو له موقته حکومته غوښتي دي ، میرمنو دحقوق او ښونځیو ته د افغان انجونو بشپړ لاس رسی دې چې په هیواد کې د ملی پخلاینې د بهیر د بشپړتیا یو ترټولو مهم شرط دی ، تضمین کړي.
په عین حال کې په دغې اعلامیې کې ګډون کونکو ، همداراز د امریکا په وسیله د افغانستان د کنګل او مصادره شوو مالی شتمنیو دآزادولو په ضرورت هم ټينګار کړ ی دی.
د تاشکند په غونډې کې د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول دنړۍ شلو هیوادونو، ملګروملتو،ددغې موسیسې دکرهڼيزو چارو ادارې فائو، اروپائي اتحادئې، اسلامی ملګرتیا موسیسې و ایکو موسیسې څه دپاسه سلو استازو ګډون درلود.