روسیې د اوکراین دوهم ستر بریښنا کوټ نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119040-روسیې_د_اوکراین_دوهم_ستر_بریښنا_کوټ_نیولی
ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یوه سلاکار وویل چې د روسیې عسکرو د اوکراین د دوهم ستر بریښنا کوټ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 01:53 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین دوهم ستر بریښنا کوټ نیولی

ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یوه سلاکار وویل چې د روسیې عسکرو د اوکراین د دوهم ستر بریښنا کوټ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.

د اوکراین د وبلسمشر سلاکار اولکسي ارستویچ په دې خبرې سره چې د روسیې پوځیانو د ووهلهیرسک د بریښنا کوټ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی وویل روسیه په دریو جنوبي سیمو کښې د خپلو عسکرو د بیا دیره کولو په حال کښې ده.

د ووهللهیرسک د بریښنا کوټ کنټرول د روسیې لپاره یوه مهمه سټراټيژیکه بریا ګڼل کیږي.