د محرم الحرام میاشتې د رارسیدا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
د نړۍ د شیعیانو دریم امام حضرت ابا عبد ا... الحسین ع چی د ۶۱ قمری پیړۍ د محرم په لسمه په کربلا کې شهید شو ، په خپلې بې ساری سرشیندنې سره یې درستو نړیوالو ته د عزت او پتیالیتوب درس ورکړ .
سالار شهیدان حضرت امام حسین ع د کربلا په پیښه کې په ډاګه ټینګار وکړ زما هدف د اسلامی ضد دولت رسوا کول ، د امر با معرف او نهی از منکر ترسره کول او ظلم و ستم په وړاندی مقاومت کول دي .
د امام حسین ع د غورځنګ درسونه د نړۍ د ټول بشریت او خلقت په پراختیا تاریخ او جغرافیه لري او هغه هیڅکله نشو محدودولې .
سږکال او بیګا د محرم الحرام په لومړۍ شپه د عزادارۍ دستې د تیرو دو کلونو په اپوټه چی د ویر او ماتم دستورې به په پرانستي فضا کې ترسره کیدلې ، اوس هماغه په پخواني ډول په امام بارګاو او جوماتو کې ترسره کیږی .
پرون مازیګر همداراز په مشهد مقدس کې د حضرت امام رضا ع په ملکوتی حرم کی د حرم د بیرغ د بدلولو او د ویر د اجازې دستورې ترسره شوې .
د ایران راډیو او ټیلی ویژن اداره صدا و سیما هم د نړۍ درستو مسلمانانو ، پتیالیو په تیره بیا تاسو محترمو میناوالو ته د محرم الحرام د رارسیدا په مناسبت تسلیت وړاندی کوی .