هندوستان کښې د مړو کسانو وادونه کیږي
Jul 30, 2022 12:13 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې د دوو کسانو چې دیرش کاله مخکې مړه شوي وو وادونه وکړې شول.
د هندوستان رسنیو وویل د شوبها او چندپا چې له مور څخه زیږیدا سره سمدستي مړه شوي وو دوه ورځې وړاندې د واده مراسم وشول.
د ویلو ده چې په هندوستان کښې له مور څخه د زیږیدا په وخت یا د نوزیږي ماشوم له مړینې دیرش کاله وروسته د هغه د واده د عجیبه مراسمو د ترسره کولو رواج شته چې ورته »پریتها کلیانم » یعني د مړه سړي د واده نوم ورکول شوی دی.
د هندوستان په کرناټک او کیراله صوبو کښې په ځینو سیمو کښې اوس هم پریتها کلیانم مراسم ترسره کیږي چیرې چې له مور څخه د زیږیدا په وخت د مړو کسانو د وادونو رسمونو ترسره کیږي.
ټیګونه