د ایران نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119158-د_ایران_نړۍ_ځینو_نننیو_مطبوعاتو_ته_ځغلنده_کتنه
د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نوځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • د ایران  نړۍ ځینو نننیو مطبوعاتو ته ځغلنده کتنه

د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نوځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

  داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ، داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په ایران کې  د وروستیو ورښتونو اوسیل له امله په اوښتومرګ ژوبلو او تاوانونو بانې د خواشینۍ په ښودلو سره  له مصیبت وهلو کورنیو سره  خواخوږي ښودلې او  له سیل ځپلو سره د سملاسی مرستو  لپاره ئې  د مسئولانو او  مرستندویو ډلو په فوري شتون  قدرونه کړې او  ددغو هلوځلو د لا چټکتیا  او دوام غوښته ئې کړې ده .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په سورئې کې د امریکا او ترکیې سیاسی او پوځي سیاتونه ،ددغه هیواد دامنیتی اوسیاسی بحران پر دوام ولاړ دي او دغه دواړه هیوادونه په ظاهر کې له یوه بله په مختلفو سیاستونو سره  د سورئې د امنیت او ثبات په ضد له یوه بل سره ملګرتیاکوي ،دلیل ېې دا دی چې د د مقاومت د چولیز په موضوع کې د ترکیې سیمه یز سیاست او د امریکا بهرنی سیاست  سره غوټه خوري ،خو پّ دې مینځ میان کې امریکا  په ډاګه  د مقاومت له چورلیز سره د مقابلې د ضرورت خبره کوي او دهغه په اساس عمل کوي ،البته ترکیه  د مقاومت له چورلیز سره مخالفت نه ښکاره کوي ،خو ددغه چورلیز په ضد هڅې کوي چې غوره مثال ئې په سورئې کې د ځینو ترهه ګرو او جنایتکارو ډلو بشپړ روزل او ورڅخه بشپړ پوځي او مالی ملاتړونه دي .

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...په یولړڅرګندونو کې ووئيل،اسلامی مقاومت له کربلا،عاشورا او د زینب بی بی سلام ا...علیها له غورځنګه هیڅکله هم جدا نه دی .

د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د کنیډا له سفره د ستنیدا په وخت د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل،هغه څه چې د کینیډا دځاي ماشومانو په ضد ترسره شوي ، یوه نسل وژنه وه .

د امریکا دهوائي ځواک په یوې خبرتیا کې راغلي دي ،د پیلوټانو د څوکۍ په یوې برخې کې د یوې نیمګړي پُرزې په پيژندنې سره ددغه هیواد جنګي الوتکې په ګیراجونو کې خوندي کړئ شوي دي .

ملګروملتو یو ځل بیا  او د څوم ځل لپاره په یمن کې د متحده عربی اماراتو د نیواکګر ځوا ک له خ وا د شکنجو او جنګي جنایتونو پيښیدا تائيد کړې ده ،البته داسې ښکاري  دتیر وخت په څیر دغه جنایتونه به تعقیب نشي او ددغو اقداماتو ددریدا لپاره  به هم کوم اقدام ترسره نشي .

داهم  د تهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،د اقتصادي چارو یو کارپوه او تکړه شناندي میرهادي رهګشاووئيل د ایران او اورآسیا د آزاد تجارت د قانون تمیدیدا، دبهرني سیاست د ودې لپاره  یو لوړ ګام پورته کول دي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د شمالی کوریا رهبر   په یولړ څرګندونو کې بیا  په ډاګه کړې ده،له امریکا سره هر ډول ډغرې ته تیار یوو.

د امریکا دجمهوری غواړو په ګوند کې د کرغیړن او پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ څخه دتیریدا ګونګوسې له لا جدي توګه آوریدل کی.ي او هیل خبری سایټ د جمهوری غواړو سناتورانو له قوله لیکلي دي،چې دوي ډاډمن  نه دي چې ټرمپ له خپلو کرغیړنو کړنو ته په پام سره  د امریکا د ولسمشرس په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوری پالو کاندید شي .

دانګلستان یوې خپرونې ایشوا کړې ده ،شهزاده  چارلز د القاعدې ډلې د وخت له رهبر اسامه بن  لادن له یوه نزدې خپلوال څخه په میلیارډونو ډالر ترلاسه کړي  دي .

د اوکراین ولسمشر زلنسکي په یوه فرمان صادرولو سره ددونتسک سیمې د بشپړ خالی کولو او دشاتګ غوښته کړې،دونتسک سیمه له روسیې سره د اوکراین  د نښتو لومړنۍ جبهه ده

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یو ځل بیا  روښانه کړې ده،غواړو،یوې ښې،پياوړي او تل پاتې  نړیوالې ایټمي موافقې ته ورسیږو.

په افغانستان کې سختو ورښتونو اوسیل له امله دخبر ترمخابیره کیدا پورې د قربانیانو شمیر ۴۸تنو ته رسیدلی او دغه راز وئيل کیږي ، چې په سلګونو جیربه مځکې او دغه راز په سلګونو کورونه هم ویجاړ شوي دي .

په پاکستان کې هم د  ورښتونو اوسیل  له امله په هیکټرو مځکې ویجاړې شوي او وئيل کیږی ، چې د قربانیانو شمیر هم څه دپاسه  څلورو سوو ته رسیدلی دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د اسلامی شورا یا پارلیمان په څرګندې غونډې کې پر اړونده حکومتي ادارو غږ کړی،د ورښتونو او سیل له امله د بې درکه شوو کسانو دموندلو او دغه راز له مصیب ځپلو خلکو سره د فوري مرستو لپاره  لپاره دې خپلې هلې ځلې دوه چنده کړي.

دا هم د تهران جام جم آنلاین ورځپاڼه ده چې پخپلې انټرنیټي پاڼې کې ئې نن لیکلي دي،د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخبرواترو غږملونکي جوزف بورل په یو لړ څرګندونو کې یو ځل بیا وئيلی دي ، اوس  وخت د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژغورلو لپاره د فیصلې کولو دی او باید لوري له خپلې خوا ډير زیات نرمښت وښئ که  داسې نه وي ڼو ترلاسه شوی فرصت به بیا لاس ته  رانشي .داپه داسې حال کې دي چې  د امریکا  دخارجه وزارت ویندوي په داسې حال کې چې واشنګټن   د لازمو ضمانتونو ورکولو ته تیار نه دی،مدعي شوی،دا ایران دی چې  نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا خنډ دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د سورئې پوځ ا و د مقاومتي چورلیز ځواک په الحسکه او د یرالزور ولایتونو کې د امریکائي  تالی څټو ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه  تباه کړي او  یوشمیر سرنګونه چې په ماډرنو تجهیزاتو او وسلو سبنال وو ،هم تباه کړي دي .

 دافغانستان  د طالبانو حکومت  په غزني کې  داهل تشیَع ددیني عالمانو  دشورا له غړو سره په  کتنې کې وئيلي دي ، په غزني ولایت کې دې  خلک د محرم دعزادارۍ دستورې په جوماتونو ،امامباړو او نورو عبادت ځایونو کې دننه ترسره کړي او  دامنیت  تامینول دې هم خلک پخپله  غاړه واخلي .

 دعراق  دالصدر بهیر په زرګونو پلویان یوځل بیا  د بغداد په شنې سیمې کې  پارلیمان ته ننوتي او یو لړ هله ګوله ئې جوړه کړې ده ، داپه داسې حال کې دي چې  د حکمت بهیر مشر عمار حکیم په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د عراق مشکلات او شخړې یوازې په خبرواترو سره دحل وړ دي او له خبرواترو پرته  اړۍ ګړئ جوړول د بهرنیو نیواکګرو او دسیسه ګرو ستر پلان دی چې باید مخه ئې ونیول شي .

 د پاکستان  اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف  د سیل ځپلو سیمو له  غم ځپلو سره دخواخوږئ لپاره مختلفو سیمو ته په سفر وتلی ، چې په ډيرو سیمو کې ئې په خلاف خلکو شعارونه هم ورکړي دي .

*****************  

   اوس هم یو شمیر هغو بهرنیو خپرونو ته ستاسو پام راغواړو چې د افغانستان د وروستیو پيښو په باب ئې ځيني لیکنې کړي دي او البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونوخپل دریځونه دي .

 میامي هرالډ ورځپاڼه په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کې د شپږیزي ټورنمنټ پرمهال د جمعې د ورځې پر چاودنې لیکنه خپره کړې ده.دا امریکایۍ خپرونه لیکي،د دې چاودنې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

په دې چاودنه کې د طالبانو په وینا دوه تنه وژل شوي او دولس تنه ټپیان شوې دي خو د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټیرش په یوه ټویټ کې دا برید وغانده او وې لیکل چې په دې چاودنه کې نولس تنه وژل شوې دي.

میامي هیرالډ لیکي که اوس د دې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی؛ په وروستیو کې چې په کابل کې کومې چاودنې شوې دي د درستو مسئولیّتونه د داعش  خراسان څانګې په غاړه اخستي دي.

د داعش دا ډله له دوه زره څوارلسم کال راپه دې خوا په افغانستان کې فعاله ده او د ورځپاڼې په باور داعش خراسان څانګه د طالبانو بیا واکمنۍ ته لوي ګواښ دی.

خپرونه وړاندې لیکي، کله چې پروسږکال طالبانو کابل ونیو، دوی هم دستي د داعش په ځپلو پسې راواخیسته.

            د لویدیځ یوې بلې خپرونې  ایرش ټایمز:بیا له افغانستانه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د یوې افغانۍ د کډوالۍ کیسه رااخیستې ده.ایرش ټایمز لیکي خاطرې صمیم  له نارینه سره د ښځو د حقونو د برابرئ لپاره مبارزه کوله او په همدې تړاو یې له یوې  این جي او سره په افغانستان کې کار کاوه.

دې  ایرش ټایمز  ته ویلي دي، د دې هڅو ته طالبانو په شرعي سترګه نه کتل نو په دې پسې ګرځېدل، دا به کله یو ځای کله بل ځای پټه وه، خو دا ژر وتوانېده چې د ایرلنډ ویزه واخلي او د کورنۍ غړیو یې هم دا ویزه ترلاسه کړه، خو د هغوی د پاسپورټونو تاریخ تېر شوی و ځکه پاتې شول او د طالبانو د واکمنۍ نوې میاشت پوره شوې وه چې دا ایرلنډ ته ورسېده.

د دې تر تګ وروسته د دې ماشومان او مېړۀ پاکستان ته ولاړل، هلته پاکستانيو پولیسو د دې خاوند ونیو چې بیا د ایرلنډ د سفارت په هڅو خوشې شو او وروسته له نهه میاشتو ایرلنډ ته ولاړل.

ایرلنډ تر اوسه پنځه سوه پنځه څلویښت افغانانو ته ویزې ورکړې دي، چې له دې ډلې دوه نوي تنه لاهم په افغانستان کې پاتې دي او د دې کسانو پاسپورټونه نه دي تمدید شوي.