روسیه به ټول وس سره د سرحدونو دفاع وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119210-روسیه_به_ټول_وس_سره_د_سرحدونو_دفاع_وکړي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هیواد د نوي سمندري ډاکټرین له لاسلیک کولو وروسته وویل ماسکو به په ټول توان سره د خپلو سرحدونو امنیت تضمین کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2022 00:56 Asia/Kabul
  • روسیه به ټول وس سره د سرحدونو دفاع وکړي

فارس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هیواد د نوي سمندري ډاکټرین له لاسلیک کولو وروسته وویل ماسکو به په ټول توان سره د خپلو سرحدونو امنیت تضمین کړي.

هغه پرون د روسیې د سمندري ځواکونو ترمینځ د هیواد د نوي سمندري ډاکټرین له لاسلیک کولو وروسته وویل ما د روسیې د پوځي جنګي بیړیو منشور او د سمندري ډاکټرین د تصویبولو حکم لاسلیک کړ چې له دې لارې په جیو پولیټیک ، پوځي او د نړۍ په سټراټيژیکو حالاتو کښې بدلون راوستل شي.

بل خبر دا چې د روسیې په مشرانو  جرګې کښې د کریمه جزیرې استازي په تور سمندر کښې د روسیې د جنګي بیړیو په مرکز حملې ته غبرګون وښود.

د روسیې یوه لوړرتبه چارواکي میخائیل رازواژیف پرون په اوکراین تور ولګاوه چې د روسیې د  سمندري ورځې د لمانځلو د مراسمو په درشل کښې یې په تور سمندر کښې د روسیې د سمندري عسکرو په مرکز د بې پایلوټه الوتکو برید کړی دی چې له کبله یې شپږ کسان ژوبل شوي او دغه مراسم هم لغو شوي دي.

تور سمندر د روسیې او د لویدیځو هیوادونو د ټکر اصلي ډګر دی.

بل خبر دا چې روسیې په یوې بیانیې کښې د اوکراین د بندیانو په مرکز باندې د حملې په هکله د تحقیقاتو په ترسره کولو کښې د ملګروملتونو او د سره صلیب د ګډون کولو غوښتنه وکړه.