روسیه به ټول وس سره د سرحدونو دفاع وکړي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هیواد د نوي سمندري ډاکټرین له لاسلیک کولو وروسته وویل ماسکو به په ټول توان سره د خپلو سرحدونو امنیت تضمین کړي.
هغه پرون د روسیې د سمندري ځواکونو ترمینځ د هیواد د نوي سمندري ډاکټرین له لاسلیک کولو وروسته وویل ما د روسیې د پوځي جنګي بیړیو منشور او د سمندري ډاکټرین د تصویبولو حکم لاسلیک کړ چې له دې لارې په جیو پولیټیک ، پوځي او د نړۍ په سټراټيژیکو حالاتو کښې بدلون راوستل شي.
بل خبر دا چې د روسیې په مشرانو جرګې کښې د کریمه جزیرې استازي په تور سمندر کښې د روسیې د جنګي بیړیو په مرکز حملې ته غبرګون وښود.
د روسیې یوه لوړرتبه چارواکي میخائیل رازواژیف پرون په اوکراین تور ولګاوه چې د روسیې د سمندري ورځې د لمانځلو د مراسمو په درشل کښې یې په تور سمندر کښې د روسیې د سمندري عسکرو په مرکز د بې پایلوټه الوتکو برید کړی دی چې له کبله یې شپږ کسان ژوبل شوي او دغه مراسم هم لغو شوي دي.
تور سمندر د روسیې او د لویدیځو هیوادونو د ټکر اصلي ډګر دی.
بل خبر دا چې روسیې په یوې بیانیې کښې د اوکراین د بندیانو په مرکز باندې د حملې په هکله د تحقیقاتو په ترسره کولو کښې د ملګروملتونو او د سره صلیب د ګډون کولو غوښتنه وکړه.