د افغانستان ۵۹فی صده خبریالان بیروزګاره شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119648-د_افغانستان_۵۹فی_صده_خبریالان_بیروزګاره_شوي_دي
د بې پولې خبریالانو ادارې په افغانستان کې د خبریالانو پر حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره اعلان کړی،په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته له رسیدا راهسې تردې دمه ۵۹فیصده خبریالان  بیروزګاره شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2022 07:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۵۹فی صده خبریالان بیروزګاره شوي دي

د بې پولې خبریالانو ادارې په افغانستان کې د خبریالانو پر حالاتو د اندیښنې په ښودلو سره اعلان کړی،په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته له رسیدا راهسې تردې دمه ۵۹فیصده خبریالان  بیروزګاره شوي دي.

ایرناخبري آژانس راپور ورکړ،د بې پولې خبریالانو دټولنې د راپور په اساس،د طالبانو په لاس د کابل  نسکوریدا په افغانستان کې د رسندویو لرلید ډير زیات بدل کړ، په دې توګه چې  په درو میاشتو کې دافغانستان ۴۳فی صده  رسندوئې تړل شوي دي.

 په دغه راپور کې راغلي دي،دافغانستان رسندوئې او خبریالان له داسې بې انصافه مقرراتو سره مخ دي چې د رسندیو آزادي محدودوي او د آزار او کړاؤ  او دځپنې لپاره لاره پرانیزي.

ددغې ټولنې  په راپور کې ټينګار شوی دی، په افغانستان کې دطالبانو دحکومت چارواکي باید ژمن شي ، چې درسندویو د کارکونکو کړاؤ  ورسره تاؤتریخوالی پاي ته ورسوي او دوی ته اجازت ورکړي چې له کوم مزاحمت پرته دخپریالۍ خپل فن ته دوام ورکړي.

په عین حال کې د افغانستان د خبریالانو دټولنې مشر حجت ا... مجدیدي  په یولړ  څرګندونو کې وئيلي دي،د طالبانو حکومت دې اطلاعاتو ته د لاس رسي  او درسندوئي خلاف ورزیو باندې دغور دکمیشن دجوړلو په برخې کې  له رسندویو او خبریالانو سره ملګرتیا وکړي.د رسندویو د خلاورزۍ ارزونې کمیټې له خبریالانو سره داړونده دوسییو د ارزونې مسئولیّت په غاړه درلود،خو واک ته د طالبانو په رسیدا سره دغه کمیټه تړل شوې ده .