د اوکراین جنګ د لوږې له بحرانه دټولو توجه اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119762-د_اوکراین_جنګ_د_لوږې_له_بحرانه_دټولو_توجه_اړولې_ده
پاپ فرانسیس د خپلو څرګندونو په بلې برخې کې  ووئيل ،د اوکراین جنګ  د مالی سرچینو  او د ټولنې پام منحرف کړی دی، په داسې حال کې چې  له لوږې سره مبارزه،د تعلیم او روغتیائی چارو خیال ساتل  هم تر ټولو غوره ژمنتیاوې دي .  
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 15, 2022 02:10 Asia/Kabul
  • د اوکراین جنګ د لوږې له بحرانه دټولو توجه اړولې ده

پاپ فرانسیس د خپلو څرګندونو په بلې برخې کې  ووئيل ،د اوکراین جنګ  د مالی سرچینو  او د ټولنې پام منحرف کړی دی، په داسې حال کې چې  له لوږې سره مبارزه،د تعلیم او روغتیائی چارو خیال ساتل  هم تر ټولو غوره ژمنتیاوې دي .  

د نړۍ دکاتولیکانو رهبر ووئيل، داوکراین جنګ  د لوږې له نړیوالې ستونزې دټولو توجه اړولې ده او باید نړۍ د  احتمالی قخطۍ د مخینوي لپاره د افریقاسیمې  ته د خوړو بیړنۍ او سملاسي مرستې ولیږدوي.

روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړ د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس  پرون ناوخته په سن پيټر چوک کې پخپلې وینا کې  د افریقا څوکې سیمې ته په اشارې او دغې سیمې ته د فوری اوبیړنیو خوراکي موادو  د مرستو غوښته وکړه چې ددغې سیمې خلک  ترې دمه له سختو شرائطو  او دمرګ له خطرو وژغورل شی او همداراز دغه سیمه  د قخطۍ اولوږې  له مرګوني غمیزې سره لاس اوګریوان ده.