له لویدیځي هیوادونو سره د روسیې ښکیلیدا یو واقعي احتمال دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119920-له_لویدیځي_هیوادونو_سره_د_روسیې_ښکیلیدا_یو_واقعي_احتمال_دی
کلینګراډ ته د غږ لس برابره سپيډ لرونکي لرواټنه کینژال توغندي او میګ دیرش ډوله جنګي الوتکو منتقلول ، له لویدیځي هیوادونو سره د نښتې داحتمال په خاطر  لیږدول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2022 01:58 Asia/Kabul
  • له لویدیځي هیوادونو سره د روسیې ښکیلیدا یو واقعي احتمال دی

کلینګراډ ته د غږ لس برابره سپيډ لرونکي لرواټنه کینژال توغندي او میګ دیرش ډوله جنګي الوتکو منتقلول ، له لویدیځي هیوادونو سره د نښتې داحتمال په خاطر  لیږدول شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویندوي کلینګراډ ته د روسیې  له غږه د تیزو یوشمیر   جنګی الوتکو او توغندیو  د لیږد په اعلان سره ووئیل، له لویدیځي هیوادونو سره نښته یو واقعي احتمال دی  او روسیه په دې اړه بشپړ چمتوو ده.

 فارس خبری آژانس راپور  ورکړ،د روسیې ددفاع وزارت ویندوي ایوان نچایف  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،کلینګراډ ته دغږ لس برابره سپيډ لرونکي لرواټنه کینژال توغندي او میګ دیرش ډوله جنګي الوتکو منتقلول،له لویدیځي هیوادونو سره د نښتې داحتمال په خاطر  لیږدول شوي دي.

 د روسیې ددفاع وزارت ویندوي همداراز ووئيل، په اوکراین کې جنګ ددې ښودنه کوي،چې  له لویدیځي لوري سره  ښکیلیدا یو واقعي احتمال دی.

په عین حال  کې ایوان نچایف یادونه کړې،له امریکا او ناټو سره نیغ په نیغه  ښکیلیدا د روسیې د ګټو په لړ کې ده.

 کلینګراډ د لیتوانیا او پولینډ ترمینځ په بالټيک سیمې کې واقع دی،کرملین په کرتو وئيلي دي چې نیّت لري په کلینګراډ کې سکندر نومې توغندوي دفاعي سسټم ځاي په ځاي کوي څو په ختیخي  اروپا کې د امریکا اون اټو  توغندوی سسټم سره مقابله وکړي. دغه سیمه د روسیې په توغندوي کلا هم مشهوره ده.