روسیې د امنیت شورا د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د روسیې د سفیر مرستیال دمیتري پولیانسکي وویل ماسکو د زاپروژیا اټومي بټۍ په هکله د امنیت شورا د غونډې د ترسره کولو غوښتونکی دی.
هغه وویل ماسکو غوښتنه کړي ده چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د اوکراین د زاپروژیا اټومي بټۍ د حالت په هکله غونډه جوړه کړي.
په تیرې مارچ میاشت کښې روسیې د زاپروژیا اټومي بټۍ چې په اروپا کښې تر ټولو ستره اټومي بټۍ ګڼل کیږي کنټرول په لاس کښې اخیستی و.
په دغه اټومي بټۍ چې په اوکراین کښې د جنګ له لومړیو کرښو سره نږدې پرته ده په تیرو څو اونیو کښې څو بریدونه شوي دي او د یوې اټومي غمیزې د رامینځته کیدا په هکله یې اندیښنې زیاتې کړي دي.
د زاپروژیا اټومي بټۍ د حالت په هکله د لویدیځو رسنیو له وروستۍ فضا جوړونې وروسته د روسیې د امنیت شورا د مشر مرستیال دیمیتري مدودف څه موده مخکې د اوکراین او د لویدیځو هیوادونو چارواکي په زاپوروژیا اټومي بټۍ کښې د چرنوبیل د اټومي غمیزې په شان د یوې غمیزې د رامینځته کولو لپاره په هڅې تورن کړل .
د روسیې د امنیت شورا مرستیال مدودف دغه راز د لویدیځو هیوادونو دغه تورونه چې روسیه په ژاپورژیا اټومي بټۍ باندې حملو کښې لاس لري رد کړل او هغه یې بې اساسه وبلل.
هغه ټینګار وکړ حتی ملګري ملتونه هم په دغو ادعاګانو باور نلري.