د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر چټي ادعاګانې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120014-د_اټومي_انرژۍ_نړیوال_اژانس_مشر_چټي_ادعاګانې_کړي
زمونږ خبریال وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په هکله د سیف ګارډ ادعاګانې تکرار کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 23, 2022 01:25 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر چټي ادعاګانې کړي

زمونږ خبریال وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي یوځل بیا د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام په هکله د سیف ګارډ ادعاګانې تکرار کړې.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس په تیرو کلونو کښې د ایران د اټومي پروګرام په هکله د صهیونیسټ رژيم لخوا ځینو مطرح شویو ادعاګانو ته پام کړی او دغه ادعاګانې  یې تکرار کړي دي خو ایران دغه ادعاګانې جعلي بللي دي او هغې یې رد کړي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي پرون له سي این این ټیلي ويژن سره په مرکه کښې یوځل بیا په ایران کښې د ځینو سیمو د تحقیقاتو په هکله نه اثبات شوي ادعاګانې تکرار کړې.

د رافائیل ګروسي پرونۍ ادعاګانې په داسې حال کښې تکرار شوي دي چې د اټومي تړون مقابل لوري د اټومي موافقې په کامل ډول د اجرا لپاره د اروپايي اتحادیې لخوا مطرح شویو وړاندیزونو ته د امریکا د ځواب د ورکولو په تمه دي.