د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ دستمبرد۱۱دقربانیانوونډه  نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120208-د_افغانستان_کنګل_شوي_شتمنۍ_دستمبرد۱۱دقربانیانوونډه_نه_ده
د امریکا یوه قاضي  وئیلی دي ،د ستمبر د یولسمې نیټې  قربانیان باید دافغانستان دمرکزي بانک  کنګل شوي شتمنۍ  ونه نغري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 10:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ دستمبرد۱۱دقربانیانوونډه  نه ده

د امریکا یوه قاضي  وئیلی دي ،د ستمبر د یولسمې نیټې  قربانیان باید دافغانستان دمرکزي بانک  کنګل شوي شتمنۍ  ونه نغري.

روئيټرز خبری اژانس راپور ورکړ،د امریکا په نیویارک ایالت کې په منهیټن کې دیوې محکمې قاضي سارانټبِرن  بیګا په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئیلي دي ،د افغانستان مرکزی بانک قضائی خوندیتوب لري او  دشتمنیو ئې کنګل کول به ظې  عملا دافغانستان د حکومت په توګه د طالبانو د رسمیّت پيژندنې په معنا وي ،یو داسې کار چې یوازې دامریکا  د ولسمشر په اختیاراتو کې دی .

نټبرن  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي د طالبانو قربانیان تر کلونو پورې د عدالت، ځواب ترلاسه کولو او د ګرَمې داخستو لپاره  جنګیدلي دي، دا د هغوي حق دی ،خو قانون ، د هغو ګرَمو په سر  چې محکمه ئې  مخصوص کولی شي ،یولړ محدودیّتونه وضع کړي دي.

 دغه محدودیّتونه د افغانستان مرکزی بانک او دفیصلې اختیارات  محکمې ته ورکړي دي.

د نټبرن  څرګندونې او وړاندیز به د منهیټن د سیمه یز قاضي جارج ډانیلز په وسیله  چې پر دغه قانون جوړونې څارنه کوي، وارزول شي. او ډانیّلز  د نټبرن وړاندیز  منلی اویا ردولی شي.