روسیه د اروپا د درې ګوڼه کړکیچونو مسووله نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120288-روسیه_د_اروپا_د_درې_ګوڼه_کړکیچونو_مسووله_نه_ده
فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په یوه ټویټر پیغام کښې ټینګار وکړ چې روسیه د اروپا د درې ګوڼه کړکیچونو مسووله نه ده او د روسیې ګرم بلل به هم د مشکلاتو له حل سره مرسته ونکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 00:03 Asia/Kabul
  • روسیه د اروپا د درې ګوڼه کړکیچونو مسووله نه ده

فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف په یوه ټویټر پیغام کښې ټینګار وکړ چې روسیه د اروپا د درې ګوڼه کړکیچونو مسووله نه ده او د روسیې ګرم بلل به هم د مشکلاتو له حل سره مرسته ونکړي.

هغه د اروپا د درې ګوڼه کړکیچونو په هکله د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول جوزپ بورل وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

میخائیل اولیانوف وویل د اروپا درې ګوڼه کړکیچونه تر زیاته حده د بشر په لاس جوړ شوي او هغه څوک چې د دغو کړکیچونو مسوول دی روسیه نه ده.

په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف زیاته کړه په اقتصادي برخه کښې د خپلو غلطیانو لپاره د روسیې ګرم بلل اسان کار دی خو دغه موضوع د اوسنیو مشکلاتو د اصلي جرړې له پیژندلو او په هغوې باندې د بریالي کیدا لپاره د تر ټولو ښو لارو له موندلو سره هیڅ مرسته نه کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل په یوه ټویټر پیغام کښې ویلي وو درې ګوڼه اقتصادي ، انرژۍ او د خواړو کړکیچونه به په مونږ ټولو باندې اغیز وکړي او مونږ له هغو سره د مقابلې لپاره  اقدام ته ضرورت لرو او مونږ د اروپا په سویه ټول خلک او اروپايي شریکان د دغه اقدام د ترسره کولو جوګه یوو.

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم د هیواد خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې له سختو مشکلاتو سره مخامخ یوو.