روسیې د امریکا د ډالر د حذفولو نوی پلان وړاندې کړی
رشیا ټوډې ټيلي ويژن راپور ورکړ روسیې د اورسیا د هیوادونو په حکومتي شورا کښې د امریکا د ډلار پرځاې په تجارتي راکړو ورکړو کښې د قزاقستان د ارمنستان او د قیرغیزستان له ملي کرنسیو او پیسو د استفادې کولو موضوع مطرح کړي ده.
روسیې په دغه پلان کښې وړاندیز کړی دی چې د اورسیا د اقتصادي اتحادیې غړي هیوادونه په خپلو تجارتي مبادلاتو کښې له ملي کرنسیو زیاته استفاده وکړي چې د هغوې په اقتصادي فعالیتونو کښې د ملي کرنسیو شتون پیاوړی شي.
حاضردمه د دغو هیوادونو ترمینځ څلوراویا فیصده تجارت د دوې په ملي پیسو او کرنسیو کښې کیږي او نیمايي تجارتي راکړې ورکړې د روسیې په روبل کرنسۍ سره ترسره کیږي.
له دې مخکې د بریکس د نړیوالې ټولنې مشر پورنیما انند ویلي وو څرنګه چې د هندوستان او د روسیې ترمینځ د تجارتي راکړو ورکړو سیسټم په ملي کرنسیو سره د اجرا په حال کښې دی دوه نور هیوادونه هم له ډالرو څخه استفادې کولو ته ضرورت نلري.