جرمني اوکراین ته نورې وسلې نشي استولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120382-جرمني_اوکراین_ته_نورې_وسلې_نشي_استولای
فارس خبري اژانس وايي د جرمني دفاع وزیرې وویل برلین اوکراین ته نورې وسلې نشي استولی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 31, 2022 11:48 Asia/Kabul
  • جرمني اوکراین ته نورې وسلې نشي استولای

فارس خبري اژانس وايي د جرمني دفاع وزیرې وویل برلین اوکراین ته نورې وسلې نشي استولی.

د جرمني دفاع وزیرې  کریسټین لامبرشت په سیمه ییزه او ملي سویه د خپل هیواد د امنیت په ساتلو باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل برلین د دې لپاره چې وکولای شي  د خپلې دفاع وس وساتي باید اوکراین ته نورې وسلې وانه استوي.

هغې مخکې هم ویلي وو چې اوکراین ته د وسلو د استولو لپاره د جرمني د وسله والو ځواکونو وس محدود دی.

لویدیځو هیوادونو په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې د روسیې پرضد د اقتصادي دباونو او بایکاټونو سختول او له کي یف څخه هر اړخیزه سیاسي، مالي او وسله والې مرستې په خپلې اجنډا کښې شاملې کړي دي.

جرمني په سټینګر توغندیو سربیره پانزرهابیټز دوه زره ډوله توپونه او د ګپارډ په نوم ټانکونه او نورې وسلې اوکراین ته استولي دي.

په جرمني سربیره بریتانیا ، امریکا ، فرانسې او نورو اروپايي هیوادونو هم اوکراین ته خپلې وسلې او عسکر استولي دي او هلته د روسیې د عسکرو پرضد جنګیږي.