د ملګروملتونو سرمنشي پاکستان ته ورځي
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش راتلونکي اونۍ په پاکستان کښې د بې ساري سیلاب له وژل شویو کسانو سره د پیوستون د څرګندولو لپاره اسلام اباد ته ورځي.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوژاریک وویل هغه خواشینونکي حالت ته په پام سره چې په پاکستان کښې میلیونونه ښځې ، سړي او ماشومان د سیلابونو په وجه ورسره مخامخ دي عمومي منشي انټونیو ګوټریش راتلونکي اونۍ د پیوستون د ښودلو لپاره پاکستان ته ورځي.
ټاکل شوي ده چې انټونیو ګوټریش د سپتمبر د میاشتې په نهمه نیټه اسلام اباد ته ورشي او بیا هغو سیمو ته ورشي چې سیلابونو ډیرې ځپلي دي او هلته کورنۍ بې کوره شوي او هغه به له بشر دوستانه اژانسونو سره چې په خپلو کارونو بوخت دي کتنه وکړي.
مون سون بارانونو او سیلابونو د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې میلیونونو خلک تر اغیز لاندې وروستلي دي.
ویل کیږي چې د پاکستان دریمه برخه سیلابونو لاندې کړي دي او څه د پاسه یولس سوه کسان هم د سیلابونو له کبله وژل شوي او د رسیدلیو تاوانونو اندازه هم کابو لس میلیارډه ډالره ده.