اونیزپروګرام
بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې درته دامریکا دتیرې اونۍ ځینو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآورو او ورپسې مو هم دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولو، نو هیله ده داستفادې وړ موګرځي .
*/*/*/
په امریکا کې دیرغلیو وسلو دممنوعیّت په باب د جوبایډن ژمنه
*/*/*/
په امریکا کې د انفلیّشن په باب د فیډرل رزرؤ خبرداری ،
*/*/*/
دستمبر د یولسمې دقربانیانو خپلوانو ته د افغانستان دخلکو د پيسو له بیلولو سره مخالفت ،
*/*/*/
او دامریکا په پوځ کې د عسکرو کمښت ، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځينی مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .
***********************
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په داسې حال کې چې په هیواد کې ئې وسلوال تاؤتریخوالي د حکومتي اورګانونو اوپولیسو له کنټروله وتلي دي ،یو ځل ئې بیا د کانګرس د مینځ پړاوه انتخاباتو په درشل کې ژمنه کړې ،هوډمن دی یرغلیزې وسلې په خپل هیواد کې ممنوع کړي. جوبایډن دسه شنبې په ورځې د پنسلوینیّا ایالات په ویلکس پوهنتون کې په یوې وینا کې ژمنه ورکړه،هڅه به وکړي په هیواد کې دمرګونو ډرو له موضوع سره چې حتی د ښونځیو دماشومانو دمړینې سبب کیږي ،مقابله وکړي.د امریکا ولسمشر په ښونځیو کې وروستیو مرګونو ډزو ته په اشارې سره ووئيل،ډيری کورنۍ آرامښت نه لري.کله خبرونه وینم ،او ګورم چې تقریبا هره شپه په ښونځیو اوواټونو کې ماشومان په ډزو وژل کیږي.کله ټي وي روښانه کړم او خبرونه ګورم ،هغه څه ئې وینم،دا دي.جوبایډن د؛کرارې امریکا پروګرام په نامې سره دخپل پلان په باب،چې موخه ئې له جرمونو سره مقابله ده،ووئيلخلک ویني چې ګاوڼدیان ئې خپل خواږۀ عزیزان د فنټَلیّن په څیر دنشه ایزوموادو د مصرف په دلیل له لاسه ورکوي،ویني چې نفرت،کرکه،غوسه او تاؤتریخوالی دی چې د امریکاپه واټونو کې لیدل کیږي او غواړي،بیرته آرامښت احساس کړي؛بیرته دامنیت خوند وڅکي او زما دپلان هدف هم همدا دی. بایدن دخپلو څرګندونوپه بلې برخې کې ووئيلی،نیّت لري له یرغلیزو وسلو استفاده محدوده کړي او دوسلو دکنټرولولو قوانین سخت کړي،که څه هم په ټول کې له وسلو مخالفت نه لری.. جوزف بایډن وئيلي دي ، مونږ په هغه هیواد کې چې په جنګی وسلو کې ډوب دی،ژوند کوو،داسې وسلې چې دښکار لپاره نه دي جوړې شوي ،بلکې ددښمن دوژلو لپاره پلان شوي دي. دخداي په خاطر ووائۍ چې له جنګي سیمې په بهر کې ددغو درستو وسلو دشتون منطق څه دی.دا وسلې ډير سخت تاوانونه رامینځةکوي.
د امریکا ولسمشر همداراز له کانګرسه غوښتي دي ، دوسلو دجرمونو د کمیدا لپاره پ،لیسو ته له دغو پیسوڅخه د یوې برخې ورکولو او د جرم د مخنیوي دپلانونو لپاره دې ۳۷میلیارډ ډالر بیل کړي.جوبایډن دجمهوری غواړو استازو باندې چې د وسلوالو تاؤتریخوالو له کمولو او د قانون داجرائي بودجې دتامینولو لپاره ئې دهغه له پروګرامونو سره مخالفت کړی ، سختې نیوکې وکړې.په کانګرس کې ډيموکراټان لږ اکثریّت لري او جمهوری غواړو هم په کلی توګه پر ګرَمو وسلو باندې دنوو محدودیّتونو له اعمالیدا سره مخالف دي.د وسلو د ګرځولو حق چې د امریکا د اساسی قانون دد وهم ترمیم ترملاتړلاندې دی،ددغه هیواد په سیاست کې یوه مهمه موضوع شمیرل کیږي. جوبایډن پخپلو انتخاباتي سیالیو کې ژمنه کړې وه،قدرت ته د رسیدا په لومړنۍ ورځې د وسلوالو تاؤتریخوالو د کمولو لپاره اقدام کوي،خو تردې دمه ئې له دې موضوع سره دچلند لپاره محدودونکي اقداماتو باندې بسّنه نه ده کړې.دامریکا ؛ له وسلو سره د تاؤتریخوالي آرشیو ؛ نو مې څيړنیزې موسیسې در اپور په اساس، دروان میلادي کال د په تیرو شپږو میاشتو کې ،په امریکا کې د مرګونو ډزو کابو دوه سوه اوه شپیته موردونه ثبت شوي دي . دنورو هیوادونو او امریکا ترمینځ په وسلو سره د تاؤریخوالو داحصایو پرتله کول ښئ چې امریکا له دې پلوه په بشپړ ډول مختلفې احصائې ثبت کړي دي . په دغه هیواد کې د تاؤتریخجنو ډزو د پيښو اندازه، ددنیا له بل هر یوه هیواده لازیاته ده .سره له دې چې امریکا د دنیا دنفوسو کابو پنځه فیصدي برخه جوړوي،کابو یودیرش فیصده هغه کسان چې په وسلو سره ډله ایزې وژلې کوي،په امریکا کې دي.
ددغې موضوع د دلیلونو په باب تر اوسه پورې مختلف تحلیلونه وړاندې شوي دي،خو د زیاتره ښاریزو په وسیله د وسلو د ګرځولو آزادي،ددغې ستونزې رامینځةکونکي ترټولو مهمه عامله بلل کیږی. هغه شمیرنې چې سی این این ټیلیویژني چینل دامریکا دکانرس دڅیړنیز مرکز دراپور په اساس وړړاندې کړي ،ښئ، امریکایان،په درستې نړۍ کې د موجودو د درستو شپږ سوه پنځوس میلیون غیر پوځي وسلو څخه د اته څلویښت فیصدي وسلو خاوندان دي.هغه نوره ا رزونې چې د بلې څيړنې په رودو سره ددغه مشکل ارزونې ته ئې مخه کړې ده،هم تل ئې ورته دلاس رسي آسانتیاوې او د وسلو د مالکیّت آزادي،په امریکا کې د مرګونو ډزو اټکلونکی ترټولومهم بدلون معرفی کړی دی .البته د وسلو د وسلو د ګرځولو له آزادۍ چې ورتیر شو، د وسلو شناندي، په امرکیا کې د مرګونو ډزو کې دخیل ځيني اجتماعي او کلتوري دلیلونه هم ګڼي . هماغه شان چې پخپله امریکا کې هم داجتماعی مسئلو په ځينو کرکتونکو اونیوکه کونکو کې هم مشهوره ده وسلې د وژلې یوازینی آوزار دي،ددغې بلا په باب څیړنې چې ولې په امریکا کې دخپلو وطنوالو د وژلو لپاره په امریکا کې د وژونکو شمیر ورځ تر بلې دغه آوزار ته مخه کوي؟،باید دغه آوزار ته د لاس رسی آسانتیا په څير یوازینی عامل ونه ګڼل شي .
د امریکا د فیدرل رزرؤ مشر جروم پاؤل خبرداری ورکړی دی ،د امریکائي کورنیو او دکارکسب کونکو لپاره په دغه هیواد کې له انفلیّشن سره مبارزه کړؤنکې ده ،خو ددغې مبارزې پریښودل،به داقتصاد لپاره لازیات تاوانونه ولری. پاؤل د بانکدارانو په سیمنار کې په جوتې وینا کې خبرداری ورکړ،فیډرل رزرؤ به له انفلّیشن سره د مقابلې لپاره د کریډیټونو داندازې په زیاتولو سره له خپلو آزوارونو څخه استفاده وکړي.د بیّو د ثبات ته ستنیدا وخت ته اړتیا لري او په لاکمې ودې سره د اوږدمهاله وخت او همداراز د کارکسب د بازار د ودې دکمیدا سبب کیږي. پاؤل وئیلي دي،اوسنی انفلیّشن یوه نړیواله ښکارنده ده اوپه درستې نړۍ کې ډیری اقتصادونه، په امریکا کې په برابرو بیّو زیاتیدا او یا حتی په دغه هیواد کې له بیّو لازیات ګرانئ سره مخامخ دي . د مصرفونکي دبیّو د ګراف په اساس ، په امریکا کې په جولائي کې انفلیّشن په تیریوه کال کې اته اعشاره پنځه فیصدو ته ورسید، په مقابل کې په جون کې نهه اعشاره یو ؤ ،چې په تیرو څلویښتو کلونو کې تر ټولو لوړه اندازه ده . ویې بل ګراف په اساس چې د تیرې جمعې په ورځې خپور شوی ، په جولائي کې د انفلیّشن اندازه پّ تیر یوه کال کې د جون میاشت دشپږ اعشاریه اته فی صدو په مقابل کې شپږاعشاره درو فیصدو ته ټيټه شوه .د امریکا ولسمشر جوزف بایډن انفلیّشن د میاشتنۍ کمیدا هرکلی کړی او ډاډ ئې ورکړی چې امریکایان به سږکال په اوړي کې د پيټرولو د بیّو د سوکه سوکه کمیدا په دلیل په بازار کې لازیات آرامښت او ثبات تجروبه کړي. بایډن زیاته کړې ده، البته تر دې د مه ډیر زیات کارونه پاتې دي . پاؤل په دې اند دی چې په داسې حال کې چې په جولائي میاشت کې دغه وروستۍ کمیدا له هرکلي سره مخ شوې،البته په یوې میاشتې کې دبیّیو ښه کیدا کافی نه ده او باید دوام ومومي. فیډرل رزرؤ نیّ لري،د بیّو انفلیشن کابو دوو فیصدو ته بیرته وګرځوي او دا سیاست به، ځیني ناخوښ لګښتونه هم په ځان پسې ولري.پاؤل یوځل بیا ټينګار کړی،فیډرل رزرؤ،د ستمبر په یوویشتمه نیټه د پیسو دکیمټې په ورپسې غونډې کې په هرځل کې د پایه ۷۵یونټونو دپرله پسې ټيټوالي له دوهم ځل وروسته د ګټې دیوه بل استثنائی مورد د زیاتولو لپاره تیار دی. هغه خبرداری ورکړ، تاریخ ښئ،باید خیال وساتو چې د پیسو سیاستونه ډير زر آسان نه کړو،د فیډرل رزرؤ یو شناندی کریسټوفر وکیو هم وائي،د پاؤل دغه جوته او چورلټه وینا،له بل هرڅه زیاته دا مفهوم له منیځه وړی چې ټاکل شوې ده،د پيسو دغه اورګان دراتلونکي کال په پیل کې دګټې داندازې په کمولو سره خپل سیاست بدلوي.
د افغانستان داسعاري زیرمو دکنګل کونکي دوسیې یوه امریکائي قاضي دامریکایوې سیمه ایزې محکمې یا عدالت ته سپارښتنه کړې ده چې دستمبر د یولسمې نیټې دقربانیانو ګرَمه دې دافغانستان دمرکزی بانک له شتمنیو ورنکړل شي. هغه اشاره کړې ده،د افغانستان د مرکزی بانک داسعاري زیرمو څخه دګرَمې ورکول به،دطالبانو د رسمیّت پيژندنې په معنا وي.جوزف بایډن په فرورۍ میاشت کې دافغانستان د کنګل شویو اسعاري زیرمو په دوو برخو د ویشلو فرمان صادر کړی دی.ددغه حکم په اساس،په نیویارک کې د افغانستان له کنګل شوو اوه میلیارډ ډالرو څخه درې اعشاریه پنځه میلیارډ ډالري برخه ئې له افغانستان سره د انسان دوستۍ د مرستو لپاره امانتی بسپنې ته وسپارل شي او درې اعشاره پنځه میلیارډ ډالرۍ نوره شتمنۍ به هم د عدالت په فیصلې سره،دستمبر د یولسمې د حملو مدعیانو او شکایت کونکو ته ورکړل شي.ددغې دوسیې مسئولیت دوه امریکائی قاضیان سارا نتبرن او جارج ډنلیز په غاړه لري او تردې دمه ئې په دې باب خپله نهائي فیصله نه ده اعلان کړې،خو سارانتبرن په همداوروستیو کې خپله سپارښتنه د امریکا د یوې سیمه ایزې محکمې قاضي جارج ډنلیزته لیږلې ده.ټاکل شوې ده قاضي جارج ډنلیز دغه سپارښتنه وسپړي او په تائيدولو او یا ردولو سره خپل نظر څرګندکړي.سارانتبرن سپارښتنه کړې ده،د افغانستان مرکزی بانک حقوقي صلاحیّت نه لری او د ستمبر د یولسمې نیټې د حملې قربانیانو ته دګرَمې د ورکولو لپاره ددغه بانک له زیرمو استفاده په دې معنا ده چې امریکا،طالبان د افغانستان د حکومت په عنوان سره په رسمیّت پيژندي،یوداسې کارچې یوازې د امریکا ولسمشر ئې ترسره کولی شي.ځينو افغان سیاسی چارواکو او په امریکا کې د افغان کډوالو ځینو ملاتړو اورګانونو د قاضی نتبرن ددغې فیصلې هرکلی کړیدی .په ملګروملتو کې د افغانتسان د دایمی نمایندنګۍ ددفتر سرپرست نصیر احمد فائق پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د امریکا ئي قاضي ددغې فیصلې هرکلی کړی او لیکلي ئې دي،هیله مند یم چې دافغانستان کنګل شوي پانګونې زرترزره آزادې شي او ورڅخه د دیوه شفاف او څارونکي سسټم په اساس ،د افغانستان له اړمنو خلکو سره د مرستې او پراختیا لپاره استفاده وشي . د افغان آواک فاؤنډیشن مشر شاؤن ون ډایور چې د افغانانو بیا دیره کیدا او ستنیدا سره مرسته کوي،هم دقاضی سارانتبرن د دغې فیصلې ملاتړ کړی او وئیلي ئې دي،هیله مند یم کنګل شوي شتمنۍ،د طالبانو له لاس رسي پرته،د افغانستان د ځوړتیا په حال کې له اقتصاد سره دمرستې لپاره وکارول شي.
د امریکا پوځ دعسکرو د کمښت له زیاتیددونکي بحران سره مخامخ شوې ده او ددغه کمښت ډيرې زیاتې اندازې،امریکائي قانون جوړونکي یا پارلیماني استازي اندیښمن کړي دي.د کانګرس یوه استازي او د وسلوال ځواک د کمیشن یوه غړي جکی سپر وائي، دامریکاپوځ باید په دې ټکي پوهه شي چې دغه ډله ځوانان له بدلون سره لاس اوګریوان شوي دي. له پوځ سره یو ځای کیداباید د ځوانانو لپاره یو جذاب هدف وبریښوو. په امریکا کې د پوځ ترټولو ستر چیلنج، په اوسني مالی کال کې،دنوو عسکرو جذبول دي او دعسکرو جذبول د بیخ بینائي مسئلو په دلیل په یوې سختې او مشکلې هڅې بدل شوي دی.د امریکن انټرپرایز موسیسې د یوۀ لوړپوړی کارپوه میکنزي ایګلن په وینا،ډيری امریکائی حکومتي ادارې او موسیسې له ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي،خو د امریکا پوځ د یوه ترټولو ستر اوګران په توګه،ترټولو زیات مشکلات هم لري.ایګلن وائي،د امریکاپوځ د اکاډمیک مسئلو او د ځواک له تناسب سره د اړونده ځینو سټنډرډونو په بیا کتنې بوخت دی څو دمالی کال تر پاي پورې لازیات عسکر جذب کړي. د پینټاګان ارزونې ښئ چې د امریکا شرائط لرونکي یوازې نهه فی صدي ځوانان په پوځ کې له شتون سره ګروهمن دی او دغه اورګان د ۲۰۲۲مالی کال تر وروستیو پورې د خپلې ګمارنې یوازې څلویښت فی صدي موخوته لاس رسی پيداکوي.د امریکا پوځ د ۲۰۲۲مالی کال تر پاي پورې په درستو څانګو کې له مشکل سره مخامخ دي.د پوځ لوي درستیز جنرال جیمزمک کانویّل تیره میاشت په کانګرس کې پخپلو څرګندونو کې ووئیل چې د امریکا د شرائط لرونکي له اولسو کلونو ترڅلورویشتو کلونو پورې په ځوانانو کې هغه ځوانان چې شرائط لري، یوازې ۲۳فیصده ورڅخه له خدمته معاف نه دي.د امریکا یو لوړپوړی پوځي چارواکی چې د ګمارنې له مسئلو سره آشنا دی ، وائي،امریکائی ځوانان باؤري دي چې دسربازۍ خدمت ددوي روحي او بدني وضعیّت ته تاوان رسوي . چې دغو ټولو مشکلاتو د امریکا دپوځ مځکني ،سمندري او هوائي ځواک له ډيرو مشکلاتو سره لاس اوګریوان کړی دی .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************