امریکا د بایلوژیکي وسلو لیږدونکي الوتکې جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120586-امریکا_د_بایلوژیکي_وسلو_لیږدونکي_الوتکې_جوړوي
د روسیې د اټومي ، کیمیاوي او د بایلوژیک دافع هوا قومندان ایګور کریلوف امریکا له بایلوژیکي وسلو د استفادې او د لیږدولو لپاره د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو او اوکراین د دغو بې پایلوټه الوتکو د ترلاسه کولو لپاره په هڅې تورن کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2022 00:24 Asia/Kabul
  • امریکا د بایلوژیکي وسلو لیږدونکي الوتکې جوړوي

د روسیې د اټومي ، کیمیاوي او د بایلوژیک دافع هوا قومندان ایګور کریلوف امریکا له بایلوژیکي وسلو د استفادې او د لیږدولو لپاره د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو او اوکراین د دغو بې پایلوټه الوتکو د ترلاسه کولو لپاره په هڅې تورن کړ.

هغه د بایلوژیکي وسلو د لیږدولو او استفادې لپاره د بې پایلوټه الوتکو په باره کښې په امریکا او اوکراین باندې د تور د لګولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د امریکا دفاع وزارت فیصله کړي ده نه  بشپړ شوي بایلوژیکي پروګرامونه له اوکراین څخه له پخواني شوروي څخه خپلواکۍ ترلاسه کړیو شویو د مرکزي اسیا هیوادونو ، ختیځې اروپا او د بالټیک سمندر د څنډې هیوادونو ته انتقال کړي.

د روسیې  دغه چارواکې وویل د امریکا د بایلوژیکي ازمیښت ځایونو فعالیت د ماسکو د امنیت لپاره ګواښ ګڼل کیږي.

ایګور کریلوف وویل د کیمیاوي وسلو د پراختیا د بندیز د تړون غړي هیوادونه راتلونکي اونۍ د روسیې په نوښت په جینیوا کښې غونډه کوي چې د امریکا او د اوکراین د ژمنو د خلاف ورزۍ په موضوع غور وکړي.

هغه وویل روسیه به داسې موثق دلیل وړاندې کړي چې ښي امریکا او اوکراین د کیمیاوي وسلو د پراختیا د بندیز د تړون د لومړۍ او د څلورمې مادې خلاف ورزۍ کړي ده.