په چین کې زلزلې۶۶کسان وژلي او ۲۵۰نور ئې ټپيان کړي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120674-په_چین_کې_زلزلې۶۶کسان_وژلي_او_۲۵۰نور_ئې_ټپيان_کړي_دي
دغه شپږ اعشاریه اته ریښتري زلزله د مځکې د خوئيدا،دبریښنا او اوبه خور د چینلونو دغوڅیدا او په زرګونو کورونو ته د تاوان سبب شوې د
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • په چین کې زلزلې۶۶کسان وژلي او ۲۵۰نور ئې ټپيان کړي دي 

دغه شپږ اعشاریه اته ریښتري زلزله د مځکې د خوئيدا،دبریښنا او اوبه خور د چینلونو دغوڅیدا او په زرګونو کورونو ته د تاوان سبب شوې د

فارس خبری آژانس راپورورکړ،په جنوب لویدیځي چین کې په سیچوان صوبې کې د شپږاعشاره اته ریښتره زورورې زلزلې دخبر ترمخابیره کیدا پورې شپږ شپیته کسان وژلي او کابو دوه نیم سوه نور ئې ټپيان کړي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،چینی سرچینو  له دې مخکې د وژل شوو کسانو شمیر ۴۶تنه اعلان کړی ؤ .

دغه شپږ اعشاریه اته ریښتري زلزله د مځکې د خوئيدا،دبریښنا او اوبه خور د چینلونو دغوڅیدا او په زرګونو کورونو ته د تاوان سبب شوې ده .

وئیل کیږي، کابو دولس زره کسان هم د  مرستندویو کسانو په وسیله له سیمې ویستل شوی دي.

د چین ولسمشر شی جین پینګ  له هغو مرګ ژوبلو سره  په مخامخیدنې کې چې هماغه شان ممکنه ده  زیاتې شي،ووئيل،هر کار چې  ممکن وي ،پاید غمجنو او کړیدلو سره دمرستو او د خلکو دژغورل کیدا لپاره ترسره شي.