چین: امريکا ۵۱زره افغان ملکیان وژلي دي
په دې جګړه کې يو زيات شمېر افغانان چې د دغه هېواد فزيکي ځواک وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه جګړه د افغانستان د زياتو ويجاړیو سبب شوه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ژائو ليجيان ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو ٥١ زره ملکيان وژلي دي.
د افغانستان باختر خبري اژانس د نوموړي د څرګندونو په اړوند راپور کې له خپله اړخه لیکلي ،چې په دې جګړه کې يو زيات شمېر افغانان چې د دغه هېواد فزيکي ځواک وو، خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه جګړه د افغانستان د زياتو ويجاړیو سبب شوه.
سرچینه زیاتوي:«په واشنګټن ګې د روسيې سفارت هم تېره اوونۍ له افغانستان څخه د وروستي امريکايي پوځی د وتلو د کاليزي په مناسبت ټينګار کړى چې د افغانستان جګړه د امريکا په ماتې سره پاى ته رسيدلې او له بدبختيو او وېجاړيو پرته د افغانستان خلکو ته نور څه نه دي پاتې.