متقابل باورد پاکستان او امریکا د اړیکو ضرورت
د پاکستان د لومړی وزیر په توګه قدرت ته د شهباز شریف له رسیدا د کابو پینځو میاشتو په تیریدا سره سره نه یوازې له دغه هیواد سره د اړیکو د پراختیا لپاره د امریکا د ګروهنې هیڅ نښه نه لیدل کیږی بلکې د امریکایی چارواکو لخوا د افغانستان په شمول د سپینې ماڼۍ د سیمه ایزو پروګرامونو په وړاندې د اسلام اباد په کړچار نیوکې هم مطرح شوی دي .
د پاکستان لومړی وزیر د متقابل باور او احترام په اساس د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ د رغنده تعامل غوښتنه وکړه .
شهیاز شریف چی په اسلام اباد کې د امریکا د کانګرس د یوه پلاوی کوربه وو ، د متقابل باور او احترام په اساس د دواړو هیوادونو ترمینځ د رغنده تعامل او درک په ضرورت ټینګار وکړ .دپاکستان د لومړی وزارت دفتر په اسلام اباد کې د امریکا د کانګرس له پلاوی سره د شهباز شریف د کتنې په اړه د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل شهباز شریف په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او افغانستان په شمول د سیمه ایزو بدلونونو د جاجولو په ترڅ کې په ضمنی ډول د امریکا په غیر رغنده تعامل نیوکه وکړه .
شهباز شریف چی د روان میلادی کال په اپریل میاشت کې او د پاکستان د پارلیمان په رایو سره د د عمران خان له څنګته کیدا وروسته لومړې وزیر شوې دې ، هیله من وو د پاکستان د چارو په اداره کولو کې د امریکا له مرستو استفاده وکړی .
هغه د پاکستان د پارلیمان له راې وروسته په لومړیو ساعتونو کې د خپل د بهرنی سیاست لومړیتوب له امریکا سره د اړیکو پراختیا اعلان کړی وه .
د پاکستان د لومړی وزیر په توګه قدرت ته د شهباز شریف له رسیدا د کابو پینځو میاشتو په تیریدا سره سره نه یوازې له دغه هیواد سره د اړیکو د پراختیا لپاره د امریکا د ګروهنې هیڅ نښه نه لیدل کیږی بلکې د امریکایی چارواکو لخوا د افغانستان په شمول د سپینې ماڼۍ د سیمه ایزو پروګرامونو په وړاندې د اسلام اباد په کړچار نیوکې هم مطرح شوی دي .
شهباز شریف چی په پاکستان کې له ډیرو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دې ، تمه درلوده د امریکا حکومت د عمران خان په څنګته کیدا سره د دغه هیواد په وړاندې تازه کړچار پرمخ ونیسی .
عمران خان څه د لومړی وزارت په وخت کې او څه د اپویشن مشر په توګه تل د پاکستان او افغانستان په وړاندی د امریکا په سیاستونو او پروګرامونو نیوکې درلودلی دي .
په همدې دلیل د پاکستان د حکومت په مشرۍ کې د عمران خان په کابو څلور کلن پړاو کې له امریکا سره د دغه هیواد اړیکي په مناسب وضعیت کې نه وې .په تیره بیا دا چی په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایی عسکرو د وتلو د بهیر په پیلیدا پسې عمران خان امریکا ته د څو پوځی اډو له ورکولو سره مخالفت وکړ چی دغه مسله د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې د تاوتریخوالی خپل اوج ته ورسول .
حتی عمران خان د پارلیمان په وسیله خپله څنګته کیدا د ځینو داخلي عواملو په ملګرتیا سره د امریکا له لوری یوه دسیسه وبلله او په وروستیو میاشتو کې یې په ځلونو د حکومتی ضد مظاهرو په ترسره کولو سره په شهباز شریف او د پاکستان په داخلی چارو کې د امریکا په لاس وهنې اعتراض کړی دې .
د پاکستان د لومړی وزیر په توګه د شهباز شریف له غوره کیدا او له امریکا سره د اړیکو پراختیا ته د لومړیتوب ورکولو په اړه د هغه په دریځ سره دغه ګومان مطرح شو چی ممکنه ده په پاکستان کې د سیاسی بدلونونو په فضا کې د واشنګټن او اسلام اباد اړیکي بدلې شي .
په اسلام اباد کې د امریکا د کانګرس له پلاوی سره په کتنه کې په امریکا تلویحی نیوکه ښی چی سپینه ماڼۍ هماغه راز له پاکستان سره خپلې اړیکي د عمران خان پړاو ته ورته جوړوي چی دا مسله د مسلم لیګ د نواز څانګې د واکمن ګوند له نظره غیر رغنده دي .