هنګري هیواد د اروپا په تګ لارو باندې نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120794-هنګري_هیواد_د_اروپا_په_تګ_لارو_باندې_نیوکه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د هنګري هیواد لومړي وزیر د روسیې پرضد د بایکاټ په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د روسیې د کمزوري کولو لپاره هڅه ناکامه ده او اپوټه د ماسکو پرضد د بایکاټ له کبله د انرژۍ کمښت او سخت انفلاسیون به اروپايي هیوادونه په ګونډو کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 00:52 Asia/Kabul
  • هنګري هیواد د اروپا په تګ لارو باندې نیوکه وکړه

فارس خبري اژانس وايي د هنګري هیواد لومړي وزیر د روسیې پرضد د بایکاټ په سیاستونو باندې نیوکې سره وویل د روسیې د کمزوري کولو لپاره هڅه ناکامه ده او اپوټه د ماسکو پرضد د بایکاټ له کبله د انرژۍ کمښت او سخت انفلاسیون به اروپايي هیوادونه په ګونډو کړي.

هنګري هیواد تراوسه له هغو محدودیتونو په ډډه کولو سره چې ملګرو هیوادونو یې د روسیې په ګازو او تیلو باندې لګولي دي توانیدلی دی د انرژۍ له ترټولو بد کړکیچ څخه چې حاضردمه اروپايي هیوادونه ورسره مخامخ دي په امان کښې پاتې شي.

د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوریان پرون وویل هغه په زرګونو بایکاټونه چې لویدیځو هیوادونو د روسیې پرضد لګولي دي هماغه ډول چې په نظر کښې وو کارنده نه دي او په بدل کښې اروپا له یوه سخت کړکیچ سره مخامخ کوي.

هغه وویل حاضردمه د  روسیې  پرضد څه د پاسه یولس زره بایکاټونه لګول شوي دي خو د روسیې د کمزوري کولو لپاره هڅه بریالۍ نه ده او اپوټه د بایکاټونو له کبله د انرژۍ کمښت او زیات انفلاسیون اروپا په ګونډو کولای شي.

د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوریان خبرداری ورکړ که چیرې اروپا خپله روده بدله نکړي په دغه سیمه کښې به حالات نور هم پسې خراب شي ځکه چې په اروپا کښې انرژۍ ختمه شوي ده.

هغه ډاډ ورکړ هنګري هیواد به د انرژۍ له کمښت سره چې نورو ګاونډیان ورسره مخامخ دي مخامخ نشي.