د تهران او ځينو نړیوالو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120898-د_تهران_او_ځينو_نړیوالو_نننیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د دتهران او ورپسې هم ځيني بهرنۍ ورځپاڼې  درسره شریکې کوو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 11, 2022 09:26 Asia/Kabul
  • د تهران او ځينو نړیوالو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د دتهران او ورپسې هم ځيني بهرنۍ ورځپاڼې  درسره شریکې کوو.هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

دا هم د تهران چاپ کیهاان ورځپاڼه  ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،  د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو دسرحدي ځواک قوماندان  ووئيل  د حسینی اربعیّن د زیارتوالو له کربلا معلی بیرته ستنیدل پیل شوي دي او د  حسینی زیارتوالو د بیرته هرکلي لپاره درستې تابیاوې غوره شوي دي.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي،د انګلستان دملکې الزابیت  په مرګ هغو ټولو نسلونو د ویر اوغم دستورې جوړې کړي چې وائي د امام حسین  په غم کې ویر او ماتم بدعت دی .په خبر کې وئيل شوي دي،له وهابیانو رانیولې ،تر سلطنت غواړو،بهائیانو او لویدیځ پالو پورې ټوله د ملکې  الزابت  په غم کې غمجن دي او د هغې لپاره ویر او غم ترسره کوي.ملکه البزابیت،چې تر اویا کلونو پورې ئې،په استعمار،جنایتونو،له دیکتاتورانو په ملاتړ او په درستې نړۍکې ئې د ولسی حکومتونو په ضد په کودتاؤ سره ئې د پاچائۍ تاج په سر کړی ؤ ،بلاخره  ئې پخپل مرګ سره هم د دیکتاتورانو ،وهابیانو ،بهائيانو او لویدیځ پالو څيرې دهرچا په وړاندې روښانه کړې.

 ورځپاڼه مخکې لیکي،دحسینی اربعیّن په ولولناکو دستورو کې  دحضرت امام حسین علیه السلام  سپيڅلی حرم تر دې دمه په داسې حال کې  د کابو شل میلیون زیارتوالو  کوربه دی چې  د اربعیّن ورځ ته لا څو ورځې پاتې دي او په میلیونونو خلک په لارو کوڅو کې د کربلا په لور خوځيدلي دي.

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  د یمن د انصار ا...ولسی غورځنګ له ویندوي محمد عبدالسلام سره په کتنې کې  ووئيل  امریکا او صهیونیسټي رژيم او تالی څټي ئې یوازې د قدرت  په ژبه پوهیږي.

د فلسطین په لویدیځي غاړې کې مبارز فلسطیني ځوانانو د صهیونیسټي پوځیانو پر یوې پستې برید سره هغه په  اور کې لوو لَپه  کړ.

دافغانستان په کابل کې د روسیې پر سفارت له حملې څلور ورځې وروسته داعش تفکیری ترهه ګرو،خبرداری ورکړی، په کابل کې  به له دې مخکې چې  پر نورو سفارتونو هم ځان مرګي بریدونه وکړي،باید خپل سفارتونه دې وتړي.

دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دایمی نمایندګۍ  دملګروملتو سرمنشي او په دغې موسیسې کې د آلبانیا نمایندګۍ ته په تیرانا ښار کې دالبانیائي پولیسو له خوا د ایران پر ډيپلوماټيکو  او کنسولي ځایونو باندې دتیریو  او تاؤتریخجنو اقداماتو باندې په سخت اعتراض سره دغه غیر قانوني او  د نړیوالو حقوقو خلاف  اقدام  په کلکه محکوم کړ.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،دایران اسلامی جمهوریت دسمرقند په ناستې کې  دشانګهائي ملګرتیا موسیسې سره دیوځاي کیدا ژمنتیاوې لاسلیک کړي.

د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن  د اروپائي ټرائيکا  له خارجه وزیرانو سره  دایران د سوله ایزو ایټمی پروګرام او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د وروستیو خبرواترو د وضعیّت په باب  خبرې اترې وکړې.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د سمندري ځواک قوماندان امیر البحر علی رضا تنګسیري  ووئيل ، دشهید سلیماني جنګي بیړئ په سمندرونو کې د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د شتون امکان برابر کړی دی.

د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمد رضا آشتیاني په ډاګه کړې ده ،  پرمختللو ټيکنالوجیو ته لاس رسي ، د دښمنانو په مقابل کې  د اقتدار سبب شوی دی.

د  پاکستان په بلوچستان، پنجاب او سند صوبو کې  د ورښتونو له امله سیلاب هماغه راز  مرګ ژوبلې او تاوانونه اړوي او وئيل کیږي چې تر دې دمه په پاکستان کې د سیلابونو له امله کابو تر درو زرو پورې کسان قرباني شوي او دغه راز له پنځو زرو زیات ټپیان شوي هم دي ،دغه راز په لکونو هیکټره  کرهڼيزې مځکې او  په لسګونو زره کورونو او ودانیو ته هم ډير زیات تاوانونه رسیدلي دي.

 دافغانستان  په چارو کې دملګروملتو نمایندګۍ په یوه راپور کې خبرداری ورکړی،که  دکابو اتلس میلیون افغانانو سره  سملاسي خوراکي مرستې ونه شي ،نو ممکنه ده په دغه هیواد کې یوه بله ستره انساني غمیزه راپورته شي  او په تیره بیا  په لکونو ماشومان دلوږې خطره  ګواښي.

 د حسینی اربعین په ولولناک او پرتمین لاریون  کې دګډون لپاره  د ایران پشمول  نړۍ له لسګونو هیوادونو په لکونو خلک  دکربلا په لور روان دي څو  دحسینی اربعیّن په پرتمینو دستورو کې ګډون وکړئ شي.

داهم  دتهران رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د امریکا سرزوري حکومت له  دې وروسته چې  دآلبانیا حکومت  په چټي پلموسره  له ایران سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې غوڅې کړي، د اروپائي هیوادونو په غږملتیا سره  دایران په ضد ځیني   چټي تورونه ولګول  او ورسره ئې د ایران د اطلاعاتو وزارت او وزیر په ضد نوی بندیزونه ولګول چې  خپل  دوه ګوڼی او سرزوری کړچارئې  یو ځل  بیا  نندارې ته وړاندې کړ.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د روسیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، دغه هیواد ته د اوکراین  کابو درې میلیون کډوال ورغلی دي.

د ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس عمومی مدیر رافایل ګروسي د واکمنې شورا غړو ته  پخپل وروستي راپور  کې دمګړۍ  د  ایران د پاخو شوو یورانیمو اندازه  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دایران ټاکل شوي  اندازې  په نولس برابره زیاته  ښودلې ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت  دکورنیو چارو وزیر  احمد وحیدي خبریالانو سره په خبرو کې وئيلی دي ،دحسینی اربعیّن  مینه وال زیارتوال دې  دایران د پولو په لور نه ځي ، ځکه  په سرحدونو کې نوره د پاتیکیدو ځاي نشته او دعراق  لوری له خوا د نورو خلکو د منلو انتظامات   نشته ،ځکه دې ځل دومره زیات زیارتوال د کربلا په لور خوځیدلي دي چې  دعراق  حکومت او اړونده وزارتونو  د لازایتو زیارتوالو له کوربتوبه عذر خواهي کړې ده .

 د افغانستان  په پکتیا ولایت کې د انجونو د ښونځیو د بیرته تړل کیدا باندې په اعتراض کې  ددغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې په سلګونو انجونو زده کونکو  مظاهرې کړي او پر طالب چارواکو ئې غږ کړی ، چې دوي دې له خپل اساسی حقه نه محروموي .

 د افغانستان د ملی مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په یولړ څرګندونو کې وئیلی دي ، دخپل پلار احمد شاه مسعود په څير به د خپل وطن ددفاع لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

  راپورونه ښئ چې  په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د عربستان له عرعر پولې څخه دحسینی اربعین  د زیارتوالو دخدمت کونې لپاره  یوشمیر موکبونه  دعراق په لور  وړل شوي دي  او دغه راز د بحرین  له خوا هم  دحسینی اربعین دزیارتوالو د خدمت لپاره  دیوشمیر موکبونو دلګولو  خبر ورکړل شوی دی

*******************

 

اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیوالو خپرونو ته چې د افغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.

=   فارین پالیسي خپرونې لیکلي، یکشنبه د سپټمبر ۱۱ پر امریکا د هغو تروریستي حملو ۲۱ کلیزه ده چې له افغانستانه د القاعده چینل  له خوا پلان او پيل شوې وې.

خپرونه زیاتوي، دغو بریدونو ۲۹۷۷ بې ګناه کسان وژلي او له هغه وروسته ډېر څه بدل شوي دي.

د فارین پالیسي په وینا، تېر کال له افغانستانه د امریکايي عسکرو له (ورانوونکي/فاجعه آمیزه) وتلو وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او القاعده ډله  په دغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په څېر خوندي پټنځایونه لري.

فارین پالیسي لیکي، ښايي ځینې هغه ناخوالي چې افغانستان ورسره مخ دی له پامه وغورځوي او امریکا یې هم په خوندي ډول د تاریخ په کتابونو کې ولیکي. خو رښتیا نه شي بدلیدی. په افغانستان کې ګواښونه لا هم موجود دي او که امریکا هغه ناسمې ارزونې او محاسبې اصلاح نه کړي چې باعث شول له افغانستانه  ووځي، ښايي د نورو دښمنانو په وړاندې هم د امریکا راتلونکي سیاستونه له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

فارین پالیسي هغه برید ته په اشارې چې په کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو لیکي، سپینه ماڼۍ باید دومره ساده نه وي چې تصور وکړي همدا یو برید به کافي وي چې القاعده د راتلونکو بریدونو له پلانه پاتې شي.

       یوروایشیا ریویو خپرونې د افغانستان شته بشري ناخوالي وضعیت او د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته په پام سره لیکلي،طالبانو اوس دا درک کړې چې جګړه تر حکومتوالي ډېره اسانه ده.

دې خپرونې زیاته کړې په دې سربېره چې بهرنۍ مرستې تر ډېره کمې شوي او سخت ژمی هم را روان دی طالبان په دې نه دي توانېدلي چې د نړیوالې ټولنې باور جلب او په رسمیت وپېژندل شي.

پاسنیو ناخوالو ته په کتو یورو ایشیا ریویو  اندېښنه ښودلې چې د وضعیت د ښه کېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.د خپرونې په لیکنه د طالبانو ستونزې  لا مخ په زیاتېدو دي چې ان   د دوی په خپل منځیو کې هم واټنونه رامینځته کړي او موثره حکومتولي ترې پاتې ده.

یورو ایشیا ریویو  د طالبانو خپلمینځي ستونزو ته په پام لیکلي چې د داعش خراسان څانګې،له وضعې په استفادې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی او اکثر قومي او مذهبي لږکۍ په نښه کوي.

په دې سربېره د خپرونې په لیکنه د مرکزي اسیا هېوادونه په تېره بیا تاجکستان او ازبکستان چې له افغانستان سره اوږدې پولې لري د ترهګرو ډلو په ګواښونو اندېښمن دي.