روسیه له اوکراین سره د خبرو مخالفه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120916-روسیه_له_اوکراین_سره_د_خبرو_مخالفه_نه_ده
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو له اوکراین سره د خبرواترو مخالف نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2022 23:53 Asia/Kabul
  • روسیه له اوکراین سره د خبرو مخالفه نه ده

زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو له اوکراین سره د خبرواترو مخالف نه دی.

هغه پرون له رشیا یو(۱) ټیلي ويژن چینل سره په مرکه کښې وویل ماسکو له اوکراین سره له خبرو سره مخالفت نلري خو د کي یف لخوا په دغه چاره  کښې ځنډ کول به موافقې ته د رسیدا بهیر پیچلی او سخت کړي.

سرګي لاوروف پرون د ولسمشر ولادیمیر پوتین په قول د اوکراین په هکله د ماسکو د دریځ په اړه وویل هغه کسان چې له خبرو اترو سر غړوي باید پوه شي په هره اندازه چې د خبرو بهیر وځنډوي د هغوې لپاره به خبرې سختې شي.

د روسیې د خارجه وزارت د شمالي امریکا د برخې مدیر الکساندر دارچیف هم له تاس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل په سترو پوځي او مالي مرستو او دغه راز په معنوي ملاتړ سربیره امریکا سوکه سوکه د اوکراین په جنګ کښې نیغ په نیغه په یوه لوري بدلیږي.

د روسیې دغه چارواکي له ماسکو سره خبرو اترو ته  ورستنیدا ته د اوکراین د مجبورولو لپاره په افغانستان کښې د امریکا له سپکاوي په ډک ډول د ماتي د خوړلو د تجربې د تکراریدا د مخنیوي لپاره د امریکا لپاره ترټولو ښه حل لاره وبلله.