روسیه به په ټیټه بیه تیل او ګاز خرڅ نکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د انرژۍ وزیر نیکلای شولګینوف وویل ماسکو به په هغو هیوادونو باندې چې د انرژۍ د بیو اندازه اعمال کړي ګاز یا تیل خرڅ نکړي.
د امریکا د خزانې وزارت څه موده مخکې دې ته په اشارې سره چې د بیو د اندازې د ټاکلو د سازوکار له اجرا وروسته به له روسیې څخه د تیلو وارداتو بایکاټ دوام ولري هغو شرکتونو ته چې د روسیې تیل په لوړه بیه اخلي د بایکاټ ګواښ وکړ.
د روسیې د انرژۍ وزیر نیکلای شولګینوف پرون وویل مونږ به هیڅکله انرژۍ په تاوان یا په کمه بیه خرڅه نکړو او زیاته یې کړه دغه کار ناممکن دی او دا زمونږ پرضد یوه کارټیلي دسیسه ده او مونږ به هیڅکله د دا ډول کار اجازه ورنکړو.
د اوو صنعتي هیوادونو یعني امریکا ، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیا، جاپان او کاډانا د اقتصاد وزیرانو په تیرې جمعې ورځ د روسیې د تیلو د صادراتو لپاره د بیو د اندازې د ټاکلو لپاره یوه موافقه کړي وه.
روسیې مخکې هم ټینګار کړی و ماسکو به په هر هغه هیواد چې د بیو دغه اندازه رعایت کړي نور تیل خرڅ نکړي.
د امریکا په مشرۍ لویدیځو هیوادونو له تیرې فرورۍ میاشت راهسې چې روسیې د اوکراین پرضد ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي دي د ماسکو پرضد پراخ بایکاټونه لګولي دي کوم چې په دنیا کښې د ډیرو اساسي شیانو او د انرژۍ د بیو د ډیر زیاتیدا سبب شوي دي.