د چین او هندوستان له ګډو پولو څخه د فوځیانو وتل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120942-د_چین_او_هندوستان_له_ګډو_پولو_څخه_د_فوځیانو_وتل
خونړې سرحدي نښتې څخه د دوو کلونو وروسته، هند او چین پرېکړه کړې چي د هیمالیا له سرحدونو خپل ځواکونه وباسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 09:39 Asia/Kabul
  • د چین او هندوستان له ګډو پولو څخه د فوځیانو وتل

خونړې سرحدي نښتې څخه د دوو کلونو وروسته، هند او چین پرېکړه کړې چي د هیمالیا له سرحدونو خپل ځواکونه وباسي.

چین او هند دواړو د هیمالیا په جنوبي سیمه کې د لداخ په څوکو باندې د مالکیت ادعا کوي.

دوه کاله مخکې په یاده سیمه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ سختې سرحدې نښتې وشوې چي د امله یې ۲۰ هندي فوځیان او ۴ چینې سرتیري ووژل شول.

له ۲۰۲۰ میلادي کال را په دې خوا هند او چین دواړه هیوادونه په لسګونه زره وسلوال ځواکونه د هیمالیا په سرحداتو کې ځای پر ځای کړي وه چي اوس یې د ایستلو پرېکړه کړې ده.

په دې وروستیو کې دواړو هیوادونو تر ۶ میاشتو خبرو اترو وروسته، د سرحدي سیمو په هکله یوې موافقې ته رسېدلي دي.

له یادو سیمو څخه د دواړو هیوادونو د فوځیانو وتل د چین او هند تر مینځ د نښتو د مخنیوی په هدف سره تر سره کیږي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې څو میاشتې مخکې هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره تر لیده کاته وروسته ویلې وه چي بیجینګ له سرحدي سیمو څخه د وسله والو ځواکونو د تر شا کېدو غوښتونکی دی.

چین د لداخ ایالت د تبت برخه ګڼي او دواړه هیوادونه یو بل د ځمکني یرغل او غصب تورونه لګوي.