روسیه په افغانستان کښې پراخ بنسټه حکومت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121198-روسیه_په_افغانستان_کښې_پراخ_بنسټه_حکومت_غواړي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا په هکله د ماسکو په غوښتنې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2022 23:51 Asia/Kabul
  • روسیه په افغانستان کښې پراخ بنسټه حکومت غواړي

شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا په هکله د ماسکو په غوښتنې ټینګار وکړ.

هغه پرون وویل روسیه په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا غوښتونکي ده.

ضمیر کابلوف وویل د پراخ بنسټه حکومت جوړول په افغانستان کښې د ټولنې د عادي کیدا په لور لومړی ګام دی.

د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټینګار وکړ د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل د دغه ډلې له داخلي سیاستونو سره اړه لري.

د روسیې دغه ډیپلوماټ په راتلونکي ژمي موسم کښې په افغانستان د سختو ورځو په اټکل کولو سره وویل روسیه د افغانستان اقتصادي حالات ، او په دغه هیواد کښې د اساسي شیانو او د خوراکي مواد کمښت تر څارنې لاندې لري چې د مرستو په ورکولو سره د افغانستان د خلکو د لوږې او د مشکلاتو مخه ونیسو.